بان: سورې د سیمې ثبات له گواښ سره مخامخ کړی دئ
۱۳۹۱ مهر ۵, چهارشنبهاعلان
د ملګرو ملتونو سر منشي بان کی مون، پخپل وار سره د سوریه رژیم ته ګواښ وکړ. هغه وویل چې د سوریې جګړه اوس پر یو داسې بدبختۍ باندې بدله شوې ده چې د ټولې نړۍ ثبات ئې ته گواښ رامنځ ته کړی دئ.
بان د ملگرو ملتونو د امنیت له شورا څخه وغوښتل چې سوریې ته د عرب لیگ او ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي لخضر براهیمې ملاتړ وکړي ترڅو هغه وشي کولای د سوریې کړکیچ ته د پای تکی کیږدي.
چین او روسیې تر اوسه پورې درې وارې د سوریې ضد اعلامیو مخه نیولې ده.