«ایران د بشارالاسد ملاتړ کوي»
۱۳۹۱ مرداد ۱۸, چهارشنبهاعلان
ایران اعلان کړی دﺉ چې د بشارالاسد تر شا ولاړ دﺉ. د ایران یو لوړپوړي چارواکی سعید جلیلي، غواړي په دمشق کې له جمهور رئیس اسد سره وګوري.
جلیلي به د سوریې په پایتخت مشق کی همدارنګه د پاڅون کوونکو له خوا د یوه ایراني ګروپ د تښتولو په اړه هم خبرې اترې وکړي.
هغه ویلي دي چې د ایران حکومت به د دغو یرغملو نیول شوو کسانو د خلاصولو له پاره هر ډول هلې ځلې وکړي. یاغیانو پر دغو ایرانیانو تور لګولی دئ چې دوی ایراني جاسوسان دي.