ايکن بيري: په کندهار پوري د ډيرو هيوادونو برخليک تړلی دی
۱۳۸۹ شهریور ۱۶, سهشنبهکارل ايکن بيري چي تيره ورځ يې کندهار ته سفر کړی و په يوه خبري غونډه کي يې کندهار په افغانستان کي د نړيوالي ټولني تر ټولو د پام وړ وباله.
« کندهار د ولسمشر کرزي او نړيوالي ټولني د پام وړ ولايت دی او له ستراتيژيکي اړخه په کندهار پوري اوس د ډيروهيوادونو برخليک تړلی دی.»
کندهار ته د امريکا د متحده ايالاتو سفير په داسي وخت کي سفر کوي چي په تيره يوه اونۍ کي په هغه ښارکي څو پرلپسې تروره وسول او د دولت د مخالفينو له بيري څخه ډيری مامورين خپلو کارونو ته نسي تلای.
د کندهار ښاريان د امنيت په برخه کي له سختو ستونزو سره مخامخ دي او والي تريالی ويسا هم دا مني چي په ښار کي گډوډي زياته سوې ده.
ايکن بيري په کندهار کي وويل لکه څنګه چي ولسمشر کرزی کندهار ته د امنيت په راوستولوکي د لومړيتو حق ورکوي همدا ډول نړيواله ټولنه هم په دې لاره کي د کرزي ملاتړ کوي.
د کندهار ښاريانو په خبره طالبان اوس هلته دومره قوي سوي دي چي د ولايتي شورا په څلور سوه ميترۍ کي د محکمې شاته خپل پاټکونه لري او افغان امنيتي ځواکونه د بيري څه ورته ويلای نه سي.
د امريکا سفر کندهار اولس ته وويل چي تاسو تر بل هر وخت اوس وسولي ته اړتيا لری خو سوله هغه مهال را تلای سي چي، تاسو او دولت سره يولاس او يوه خوله سی.
په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفير کارل ايکن بيري کندهارته د خپل سفر په ترځ کي زياته کړې ده چي، د کندهار او هلمند امنيتي وضعه له نيژدې و څاري او ور باندي غور وکړي.
سيد سرور اماني/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل