1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران : د بحران څخه دوتلو پخاطر اُميدواري

۱۳۸۸ مرداد ۶, سه‌شنبه

داسي بريښي چي دايران مذهبي رهبري دهغه هيواد دننه شخړو څخه ډکي وضعي په پام کي نيولو سره دمخالف اپوزيسون په لوري ګام وراخلي ...

https://p.dw.com/p/Iyph
د احمدي نژاد مرستيال رحيم مشايي ، چه بايد بيرته ليري سي
د احمدي نژاد مرستيال رحيم مشايي ، چه بايد بيرته ليري سيانځور: AP

پدې ډول نو نه يوازي دايران دروحاني مشرآيات ا لله علي خامنه يي له خولې په دولتي تلويزيون کي دده د اعتدال لرونکو څرګندونو نقل قول وشو،بلکه دپخواني جمهوررييس علي اکبر علي رفسنجاني څخه هم نقل قولونه وشول . ده همدا يوه اونۍ دمخه دجون دمياشتي د12 نيټي درياست جمهورۍ پر انتخاباتو باندي سخت انتقادونه کړي وه، او ځان يې دجمهوررييس محمود احمدي نژاد دښکاره مخالف په توګه ښودلی وو . خو د دوشنبې دورځي دماښام په خبرونوکي دده له پخلايني څخه ډکي څرګندوني خپرې شوې .

دخبرونو وياند ويلي وه ، «آيات الله رفسنجاني څرګنده کړيده چي زما هيله روحاني مشر ايات الله علي خامنه يي ته ده چي دخپلو تجربو اونظريو له لاري لدې بحران څخه دوتلو لپاره لاره مينده کړي . ددې ربړي دحل لپاره زما دريز هماغه دی چي ما دجمعي دلمانځه په وخت کي څرګند کړ . »

داخبر دتعجب وړ دی، ځکه رفسنجاني هغه مهال په دغه هيواد کښی د بحران د موجوديت څخه څه نه وه ويلي ،تر څوچي دمحافظه کارانو د غصې سبب ونه ګرزي . ده دټاکنو دمناقشي وړ نتيجې په هکله دبحثونو دکيدو تقاضا هم کړې وه . اوهمدغسي يې غوښتي وه هغه کسان چي، دسترومظاهرو په ترڅ کي نيول شويدي، سمدستي بيرته خوشي شي .

خوپدې منځ کي دده لهجه په ښکاره ډول له احتياط ډکه شويده اوهمداعلت دی چي دولتي تلويزيون دده څرګندوني خپروي . اودا دجمهور رييس محمود احمدي نژاد دانتقاد کونکو لپاره يو کوچنی برياليتوب دی .

احمدي نژاد دهمدې اونۍ په سرکي سخت ګوزار وخوړ، ځکه چي دهغه هيواد روحاني مشرايات ا لله علي خامنه يي امروکړ چي جمهور رييس مجبوره دی ،خپل مرستيال رحيم مشايي بيرته ليري کړي .

دايران په تلويزيون کي دبندي شويو مظاهره کونکو په اړه دخبرونو وياند داسي ويلي دي :

«دعدلي چاروپه مقاماتوکي داسي پريکړه شويده چي دتهران څارنوالي ديوې اونۍ په ترڅ کي دتيرو ورځو دپيښو د300نيول شويو کسانوقضيې حل کړي . يوې درې کسيزي کميټي چي لوی څارنوال، دعدليې دوزارت مرستيال، اودولايتي پلټنو دچارواکو مشر پکښي شامل دي، ماموريت ورکړل شويدی چي له ټولوبنديانو سره وګوري اودهغو په هکله يو رپوټ وليکي . »

رفسنجاني
رفسنجانيانځور: AP

همدغه ډول ددې درې کسيزي کميټي جوړيدل هم سړی دمخالفينو دبرياليتوب په توګه اريابي کولای شي .سربيره پردي حکومت تراوسه ويلي دي چي دنيول شويو کسانو شمير يوازي 150 کسه دی، خودبشري حقونو ډلي دهغو شمير په زرهاووکسه بللي دي .

تراوسه لا ښکاره نده چي آيا دمير حسين موسوي لخوا غوښتل شوي، داعتراض کولو سوله ايزه راغونډيدنه به دپنجشنبې په ورځ جوړه شي اوکنه . دمخالف ګوند دغه مشر په پام کي لري چي پدې راغونډيدنه او فاتحه کي به دقران مجيد اياتونه تلاوت شي،اوددغو اعتراضونوټولو قربانيانو ته دعا وشي .دافاتحه به دتهران د شمال په يوه جومات کي واخيستله شي .

دده په اينترنتي پاڼه کي راغلي دي چي :«دټولني محافظه کاره مشران بايده دي داساسي قانون رعايت وکړي، اوپريږدي چي مونږ د5شنبي په ورځ دخپلو عزيزانو وير وکړو .»

د5شنبي په ورځ دمحصلې نداآغا سلطان څلويښتي ده. دټولومظاهره کونکوپه نظردا درياست جمهوري دمناقشي وړ انتخاباتو پرضد داعتراضونو اتله وه .دموسوي لخوااعلام شوي فاتحي ته به چي پرته له رسمي اجازي څخه به غيرقانوني وي ،هم ډير خلک ورشي .

پيک اولريش/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري