اوباما په سپینه ماڼۍ کي د سان سوچي هرکلی وکړ
۱۳۹۱ شهریور ۳۰, پنجشنبهاعلان
اوباما په سپينه ماڼۍ کي د برما د اپوزیسیون د مشري هونګ سان سوچي هرکلی وکړ. تر دې دمخه د نوبل د سولي د جایزې دغي ګټونکي د امریکا د کانګرس له خوا هغه لویه جایزه هم له تر لاسه کړه چي په خپل هیواد کي ئې د پوځي قدرت په مقابل کي سوله يیزه مبارزه کړې ده. د سرو زرو دغه مډال اصلاً دې ته په ۲۰۰۸ کال کي هغه وخت ورکول سوی وو، چي دا لا په خپل کور کي تر نظارت لاندي وه. دغي ۶۷ کلني سیاستوالې په واشنګتن کي وویل چي دا د دې په ژوند کي تر ټولو مهمه ورځ ده.