اوباما: ملکي وژنه د ترهګري ضد مبارزي ته تاوان رسوي
۱۳۸۹ اسفند ۱۳, جمعهد امريکي جمهور ريس بارک اوباما د خپل سيال حامد کرزي سره د ملکي وګړو په مرګ خپله ژوره خواشيني څرګنده کړي. څو ورحي مخکي د کنړ په ولايت کي د ياغيانو پر ضد حملو کي د ناتو تر مشري لاندي د ايساف حواکونو په يوي هوايي حملي کي 9 تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
حامد کرزي وويل چي په بريد کي وژل شوي ټول تنکي ماشومان دي چي لرګي يي ټولول. هغه خبرداري ورکړ که « هره ورځ د بي ګناه ملکي وګړو وژنه» و نه دريږي، نو بهرني ځواکونه به د لا ډيرو ستونزو سره مخامخ شي.
.
سپيني ماڼي زياته کړه په دغه يو ساعته ويديويي تليفوني خبرو کي کرزي او اوباما په دي خبره هو کړه چي داسي پيښي د تروريزم پر ضد ګدي مبارزي ته تاوان رسوي.
د کرزي دفتر وايي هغه اوباما ته خبرداري ورکړ چي مخ په ډيريدونکو ملکي تلفات حکومت له لوي ګواښ سره مخامخ کړي ، داسي پيښي خلک په حکومت بي باوري کوي چي دا کار د طالبانو په ګټه تماميږي.
حامد کرزي لا له پخوا څخه په دي خبره ټينګار کوي چي بهرني ځواکونه بايد د پولي هغه خوا ته د ترهګرو اصلي ځالي په نښه کړي.
د بهرني ځواکونو امريکاي قومندان جنرال ډيوډ پيټرياس هم په دي پيښه د « زړه له کومي بخښنه» غوښتي.
کرزي او اوباما د پلان له مخي د بهرني ځواکونو څحه د امنيت ساتلو د قدرت انتقالول افغان ځواکونوته، جنګ ته د سياسي لاري د پاي ټکي ايښودولو ، د جولاي په مېاشت کي په تدريجي ډول د افغانستان څخه دامريکاي ځواکونو وتنه او د کابل بانک چي د سقوط په حالت کي دي د ژغورلو په سر هم خبري کړي.
د بهرني ځواکونو په عملياتو کي د ملکي وګړو د وژني په سر د کرزي او لويديځ تر ميځ کړکيچونه مخکي له دي چي د بهرني ځواکونو څخه دامنيت پړه افغان ځواکونو ته وسپارل شي نوره هم ترينګلي شوي ده.
تر دي وړاندي ښاغلي اوباما د خپل امنيت د سلاکارانو په هغه مياشتني غونډه کي چي د افغانستان او پاکستان په اړه وه ګډون کړي وو. هِغه د دواړهيودونو سره د بين المللي ملاتړ څخه يادونه وکړه تر څوهلته سوله او سياسي ثبات رامنځته شي.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: عبدالباري حکيم