1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما لومړنی تلويزيونی مرکه د عربې ټلويزيون العربيه سره وکړه

۱۳۸۷ بهمن ۹, چهارشنبه

دغه مرکه د دوشنبې په ورځ، تر هغه لږ وروسته خپره شوه چې ده د منځني ختيځ لپاره خپل ځانګړی استازی جيورج ميتچيل د امريکې د مطبوعاتو له لارې په ګوته کړ.

https://p.dw.com/p/Ghnk
بارک اوباما
بارک اوباماانځور: AP

په دې ترڅ کې اوباما خپله د نيوکې په ډول څرګنده کړه چې د امريکې متحدو ايالتونو تل هڅه کړې چې د منځني ختيځ سياسی شرايط تر فشار لاندې راولی. ده وويل چې دده سياست به بل ډول وی:

« جيورج ميتچيل يو وتلی شخصيت دی. دی هغه څوک دی چې د سولې په نړيوالومنځګړيتوبونو کې تجربې لری. څه شی چې ما ده ته ويلی دی، دادی چې دی بايد لومړی ښه غوږ کيږدی، ځکه د امريکې متحدو ايالتونو اکثراً په دې پيل کړيدی چې هدايت ورکړی. موږ تل په ټولو مهموحقايقو نه پوهيږو. پريږدی چې موږ لومړی واورو.»

اوباما د اسراييلو په وړاندې د امريکې د متحدو ايالتونو په مسؤليتونو او دغه راز د ځان ددفاع په حق ټينګار وکړ، ده داهم وويل چې دده حکومت پتييلې، څه د فلسطين او د اسراييلو تر منځ، او څه هم د دوی له نورو ګاونډيانو سره په دوامداره سوله کار وکړی. دی به نه اسراييلو او نه فلسطين ته ووايي چې څوک ورته تر نورو ښه دی.

« دا د دواړو خواوو لپاره يو ښه وخت دی، څو ، وپوهيږی، هغه لار چې دوی ورباندې همدا اوس روان دا هغه لار نه ده چې د پرګنو د سوکالی او امنيت په لور لاړه شی. اوس ددې وخت رارسيدلی چې د خبرو ميز ته بيا کينو، حتی که خبرې ستونزمنې هم وی او وخت هم ونيسی.»

اوباما: لکه ايران غوندې هيوادونه تيار وی، چې له سوک څخه تير شی، نو زموږ د خلاص لاس انتظار لرلای شی
اوباما: لکه ايران غوندې هيوادونه تيار وی، چې له سوک څخه تير شی، نو زموږ د خلاص لاس انتظار لرلای شیانځور: AP / DW

اوباما په ټينګار وويل چې د امريکې متحد ايالتونه د اسلام د نړی له ښه والی سره مينه لری، او اعتراف کوی چې انسان ځينی وختونه تير وځي. خو کله چې سړی تيرو وختونو ته نظر اچوی، او هغو ګډو همکاريوته ګوری چې 30 يا 40 کاله وړاندې د امريکې متحدو ايالتونو له اسلامی نړی سره درلودې، نو هيڅ لامل نشته چې دا بيرته رامنځته نه شی:

« که چيرې موږ غواړو عربی او اسلامی نړی ته يو پيام واستوو، هغه به داسې وی چې، موږ تيار يو يوه ګډه همکاري منځته راولو چې په متقابل احترام او متقابلو غوښتنو يي بنسټ ولاړ وی. زه فکر کوم چې په دې توګه موږ د پرمختګ ګامونه اخيستی شو.»

بارک اوباما لا د ټولټاکنو په لړ کې د ايران په هکله د نوی سياست په اړه خبرې کړې وې چې دی به د امريکې د ولسمشر په توګه له تهران سره د له قيد او شرط پرته خبرو لپاره تيار وی. اوباما د العربيه له ټلويزيون سره په دې ټکي بيا ټينګار وکړ.

« زموږ لپاره دا ډيره مهمه ده ثابته کړو چې موږ له ايران سره په اړيکو کې له خپلو ټولو امکاناتو او ديپلوماسی څخه کار اخلو.

څرنګه چې ما په خپله پرانيستونکې وينا کې هم وويل، که لکه ايران غوندې هيوادونه تيار وی، چې له سوک څخه تير شی، نو زموږ د خلاص لاس انتظار لرلای شی.»

په ملګرو ملتونو کې د امريکې د متحدو ايالتونو استازې سوزانا رايس، د ايران له مشرتابه سره د نيغ په نيغه خبرو اعلان وکړ.