اوباما غواړي د بانکونو صلاحيتونو محدود کړي
۱۳۸۸ بهمن ۲, جمعهکه دغه خلک جگړه غواړي، نو زه هم حاضر يم.»
اوباما نيوکې وکړې ځکه چې بانکونه لا د اصلي مالي بحران د وخت په څېر فعاليت کوي. اوباما زياته کړه چې د بانکونو کارکونکي بې حده ډېر معاشونه اخلي:
«زما اراده لا پسې ټينگيږي، کله چې گورم چې بانکونه ډېره گټه کوي او د بونوس معاشونه ورکوي، خو وړو شرکتونو ته همېشه وايي چې قرضونه نه شي ورته برابرولی».
خو د اوباما په اند همدغه کار د بانکونو اصلي دنده ده. تر څو مالي بازارونو ته متوجه خطرونه کم کړي، اوباما غواړي چې د زياتو بونوس معاشونو امکانات پسې محدود کړي.
«بانکونو ته به اجازه نه ورکول کيږي، چې هيچ فوندس او د شخصي ونډو صندوقونه ولري او يا ورڅخه گټه واخلي او هغوی به پخپله تجارت هم نه کوي».
له يوې خوا اوباما غواړي د دې مخه ونيسي چې د بانکونو علايق د مشتريانو له علاقو سره په ټکر کې راشي. له بلې خوا دی هم غواړي د دې مخنيوی وکي چې بانکونه په ښو شرايطو د قرضونو د لارې تر لاسه کړې پيسې چې له مرکزي بانکونو څخه يې اخلي، د مالي قمار په برخه کې ولگوي.
خو اوباما نه غواړي چې د معاملاتي بانکونو او د پانگې اچونې د بانکونو مطلق بېلوالی رامنځته کړي. دغه بېلتون د امريکا په متحده آيالتونو کې د اقتصادي رکود په کالونو کې رامنځه شوی او په نهه نوي يم م کال کې بېرته د منځه وړل شوی و.
اوسني نوي وړاندې شوي مقررات د مالي بازارونو دپاره د هر اړخيزو هلو ځلو په لړ کې راځي. په داسې حال کې چې د اوباما اداره دا مهال پر بانکونو باندې د نويو محدوديتونو د لگولو وړانديز کوي، نوموړي بانکونه ورباندې لا پسې زياتې نيوکې کوي. ايدوارد هېديس چې رويترس برېکينگ فيوس پورې اړه لري، تر ټولو مهم متقابل نظر څرگندوي:
«که امريکايي بانکونه د اروپايي او نورو سيالو بانکونو په پرتله لا پسې ټينگ مقررات ولري، نو دا هغوی ته نقص رسوي».
Paulert, Rüdiger/ نسيم صابر
کتونکی. زيارمل