اوباما: د پلان سره سم به د افغانستان څخه په وتلو پيل وکړو
۱۳۸۹ تیر ۷, دوشنبهد امريکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د شلو هیوادونو د ډلي په غونډه کي يوار بیا داخبره جوته کړې چي امریکایان به دپخواني پلان سره سم د افغانستان څخه د خپلو عسکرو دايستلو پلان عملي کړي.
بارک اوباما دغه خبره د کاناډا په تورنتو ښارکي د شلو هيوادونو د سرمشريزي په پای کي په يوه کنفرانس کښي وکړه.
اوباما داخبره هم کړې چي د 2011 میلادي کال د جولای د میاشتي څخه وروسته کله چي د افغانستان څخه د امریکايي عسکرو په ايستلو پيل کیږی، په دې مانا به نه وي چي امریکایان به د افغانستان د مسئلې سره نور څه نلري.
اوباما وايي چي د2011 ميلادي کال د جولای د میاشتي څخه وروسته به هم د امریکا متحده ایالات د افغانستان سره خپلوو مرستو ته دوام ورکوي.
هغه زياته کړې دامسئله چي افغانستان بيا دترهګرو ځاله ونګرځي د امریکایانودملي بنیادي دلچسپیو سره تړاو لري.
AG/ضياالحق فضلي
کتونکی. زيارمل