اوباما د نوی بودجې مقررات لاسلیک کړل
۱۳۹۱ دی ۱۴, پنجشنبهاعلان
د امريکا متحده ايالاتو د بودجې پر سر په زحمت سره رامنځته سوې روغه جوړه کیدلای سي اوس نافذه هم سي. سپيني ماڼۍ د چارشنبې په ورځ خبر ورکړ، چي جمهور رئيس اوباما د ۲۰۱۳کال د بودجې نوي مقررات امضأ کړي دي. د ديموکراتانو او جمهوري غوښتونکو تر منځ دغه سازش د کال له پيل څخه په اتوماتیک ډول د مالیو د لوړولو او مصارفو کمولو مقررات له منځه یوړل او عملي به نسي. خو بیا هم د ميلیاردو ډالرو د سپما تدابیر فقط د دوو میاشتو له پاره ومنل سول، او په دې ډول د امريکا په ولسي جرګه کي یوې نوي شخړي ته لار اواره سوه.