اوباما: د مصر حکومت دي ولس ته زيات حقوق ورکړي
۱۳۸۹ بهمن ۹, شنبهد ولسمشر اوباما د لنډې وينا وروسته دا څرگنده سوه چي نوموړی د مصر د احتجاج کوونکو مورالي ملاتړ کوي خو د هغه تر څنگ د حسن مبارک تر شا هم ولاړ دی. اوباما د خبرو پر وخت د حسن مبارک و هغې وينا ته اشاره وکړه چي د اوباما د خبرو څخه لږ وخت تر مخه په مصري تلويزيون کي خپره کړل سوې وه. حسن مبارک پدغه وينا کي د کابينې د منحل کولو او په هيواد کي د ريفورمونو ژمنه وکړه خو د احتجاج کوونکو پر دغه مرکزي غوښتنه چي مبارک دي د ولسمشرۍ د چوکۍ څخه ليري سي هغه تبصره ونه کړه. اوباما پدې تړاو وويل چي د دغه حساسه وضعې څخه بايد د هيلو ډکه وضعه رامنځ ته سي:
« ما همدا اوس د هغه سره خبري وکړې. د هغه څخه لږ وروسته چي هغه وينا واوروله. ما هغه ته وويل چي دا اوس د هغه مسؤليت دی چي خپلو ژمنو ته عملي جامې ور واغوندي.»
اوباما دا خبره بيا تکرار کړه چي د احتجاج حق یو نړۍ وال حق دی او بايد د احتجاج کوونکو په وړاندي د تاو تريخوالي څخه کار وانه خيستل سي. اوباما وويل چي دا د خلکو حق دی چي خپل سرنوشت په خپله وټاکي:
« زه د مصر پر حکومت ږغ کوم چي د انټرنټ، موبايل او انټرنټي ټولنيز جالونو د اخلال کولو پر خوا اخيستل سوي گامونه چي د 21 پېړۍ انسانان يو د بل سره وصل کوي بېرته پر شا کړي.»
اوباما پر احتجاج کوونکو ږغ وکړی چي د تاوتريخوالي څخه کار وانه خلي. د دې تر څنگ نوموړي د دواړو هيوادونو تر منځ و ټينگو اړيکو ته هم اشاره وکړه. د مصر حکومت د امریکا مهمه ملگری پاته سوی دی. امريکا و حسن مبارک ته اړتيا لري چي د ډېر وخت راهيسي په سيمه کي د امریکا د اهدافو څخه دفاع کوي د بېلگي په توگه د اېران د اټومي پروگرام په موضوع کي. امريکا د مصر سره هرکال د 2 زرو مليونو امريکايي ډالرو کومک کوي چي 1300 مليونه ډالره يې يوازي و مصري پوځ ته ورکول کيږي. د سپيني ماڼۍ وياند د جمعې په ماپښين وويل چي که د مصر د حکومت په دريځ کي بدلون را نه سي نو ښايي امريکا په خپلو کومکونو کي کمښت راولي.
خو د ټولو خبرو برسېره دا څرگنده ده چي امريکا خپلې هغې پاليسۍ ته دوام ورکوي چي له يوې خوا د زورواکو سره کومک کوي او له بلې خوا د ډيموکراسۍ غوښتنه کوي. په 2005م مېلادي کال لا د متحده ايالتونو د هغه وخت د بهرنيو چارو وزيرې کونډوليزا رايس ويلي وه چي امريکا د تيرو شپېتو کالو راهيسي د ټيکاو لپاره د ډيموکراسۍ قرباني ورکوي. په قاهره کي د وينا پر وخت دې زياته کړې وه چي د هغه برسېره نه ټيکاو او نه هم ډيموکراسي رامنځ ته سوې ده. رايس ژمنه کړې وه چي امريکا به په خپل سياست کي بدلون راولي او د ولسونو د ډيموکراسۍ د غوښتنو څخه به ملاتړ وکړي.
خو په خاصه توگه اوباما چي د ولسمشر کېدو وروسته يې خلکو ته د تور پوستو او سپين پوستو تر منځ د توپيرونو د له منځه وړلو هيلي ورکړي وې، په څرگنده توگه يې د ډيموکراټيکو غورځنگونو ملاتړ ونه کړی. کله چي په 2009م مېلادي کال د ايران خلک و کوڅو ته راووتل نو امريکا په غېر عادي توگه سره د زياتي محافظه کارۍ څخه کار واخيستی. خو اوباما په خپله وروستۍ وينا کي د مصر د حکومت څخه د مصريانو لپاره د لا زياتو آزاديو او حقونو غوښتنه وکړه.
کريسټينا بېرگ مان / احمدولي اڅکزی
کتونکی: محمد قاسم نوري