اوباما د سندي د توپان له قربانیانو سره د مرستو ژمنه وکړه
۱۳۹۱ آبان ۱۱, پنجشنبهاعلان
د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د سندي د توپان له قربانیانو سره د دوامداره مرستو ژمنه کړې ده. اوباما له نیو جرسي څخه د لیدنې پر مهال وویل چې حکومت به یې له زیانمنو کسانو سره د امکان تر حده پورې مرسته وکړي.
اوس په امریکا کې تر ټولو مهمه خبره د بریښنا بیرته فعالول دي. پر دې سربیره باید ټول ورځیني کارونه بیرته عادي حالت ته راشي. د سندي توپان په امریکا کې لږ تر لږه ۶۵ کسان ووژل. دې توپان د ځاني تلفاتو تر څنګ ډیر لوړ مالي زیانونه هم اړولي دي چې د اټکلونو له مخې ۲۰ میلیارده ډالرو ته رسیږي.