امریکایي سرتیري ته د اعدام د سزا غوښتنه وشوه
۱۳۹۱ آبان ۲۴, چهارشنبهاعلان
هغه امریکايي سرتیري ته چې د ۱۶ تنو ملکي افغانانو په وژلو تورن دی د امریکایي پوځي څارنوالانو له خوا د اعدام سزا غوښتنه شوې ده. د انترفاکس خبري آژانس خبر ورکړی دی چې پوځي څارونوالانو د امریکایي سرتیرو او افغان عیني شاهدانو تر شاهدي وروسته د دې جزا غوښتنه کړې ده.
دغه امریکايي سرتیری رابرت بیلز نومیږي چې د روان کال د مارچ په میاشت کې د کندهار ولایت د پنج وايي ولسوالۍ په زنګاوات کلي کې د ۱۶ تنو ملکي افغانان په وژنه تورن دی.