1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د ناټو په خبرو اترو کي د افغانستان جګړې ته پام اړوي

۱۳۸۸ خرداد ۱۹, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير نن له واشنګتن څخه د اروپا په لور خوځيږي چيرته چي غواړي د خپلو ناټو متحدينو سره په افغانستان کي د اوه کلني جګړې تګ لاره بدله کړي...

https://p.dw.com/p/I60X
د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس او په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال مکيرنان
د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس او په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال مکيرنانانځور: AP

د رابرت کېټس دا سفر په داسي وخت کي تر لاس لاندي نيول شوي چي د جمهور رييس بارک اوباما د ستراتيژي له پلان سره سم په زر ګونو سرتيري افغانستان ته مخه کړي ده.

ګيتس سبا ته په ماستريښت کي د ناټو له هغو هيوادونو سره چي د افغانستان په جنوب ناکراره سيمو کي سرتيري يي په جګړو بوخت دي، خبري کوي. د پنتاګون د وينا له مخه، ګېټس د پنجشنبي په ورځ د ناټو په مقر بروکسل کي د خپلو متحدينو سره ليدنه کتنه کوي، افغانستان د هغوی د خبرو اترو مهمه موضوع ده.