1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د اټومي وسلو نوې ستراتيژي اعلان کړه

۱۳۸۹ فروردین ۱۸, چهارشنبه

د امريکې متحد ايالتونو دغه ستراتيژي بايد د روان زيږديز کال په پيل کې اعلان سوې وای، خو اوس د اټومي مصؤنيت د سرمشريزي په درشل کي هم په سم وخت کي راځي، چي ولسمشر اوباما يې راتلونکې اوونۍ په واشنګټن کي جوړوي...

https://p.dw.com/p/Mopc
د امریکا د بهرنيو چارو وزيره مېرمن هيلري کلنټن، د دفاع وزير رابرت ګېټس او د انرژۍ وزيران د اټومي وسلوی د نوي ستراتيژي د بيانولو پر مهال
د امریکا د بهرنيو چارو وزيره مېرمن هيلري کلنټن، د دفاع وزير رابرت ګېټس او د انرژۍ وزيران د اټومي وسلوی د نوي ستراتيژي د بيانولو پر مهالانځور: AP

د ناوخته کيدو لامل تر ټولو زيات د اوباما په ټيم کې کلک بحثونه وو. ځينو ويره درلوده چې اوباما به په روانه ستراتيژۍ کې لږ بدلون راولي، نورو انديښنه درلوده چې دﺉ به ډير اعترافونه وکړي چې په دې توګه به د امريکې مخالفينو ته به لا نور جرأت هم ورکړي. اوس يوه هغه منځنۍ لار راووته، چې اوباما لا د ستراتيژۍ د رسمي وړاندې کولو نه مخکې له «نيويارک تايمز» سره په يوه مرکه کې وړاندې کړه.

په ليکلې بڼه د امريکې متحد ايالتونه دا مسؤليت په غاړه اخلي چې، د هيڅ يو هغه هيواد پر ضد به هستوي وسلې په کار وانه چوي، چې هستوي وسله نه لري او د اتومي وسلو د بندولو تړون مراعاتوي. دا بايد په داسې حالاتو کې هم چلند ولري، کله چې د امريکې په متحدو ايالتونو د بيولوژيکو او کيميايي وسلو بريد کيږي. خو په هر صورت اوباما استثنا هم ياده کړه. کله چې د ساري په ډول، خبر د داسې هيوادونو لکه ايران او شمالي کوريا پر سر وي او يا د بيولوژيکي وسلو تباه کوونکي بريد.

اوباما غواړي په خپلې نوې ستراتيژۍ سره، له اتومي وسلو څخه د خلاصې نړۍ موخې ته لږ ورنژدي شي. د حکومت له دايرې څخه ويل کيږي چې د امريکې متحد ايالتونه د هغو 200 تاکتيکي اتومي وسلو څخه د ځان د ايستلو ژمنه نه کوي، چې په اروپا کې ځاي په ځاي دي. داسې ښکاري چې غوښتل کيږي، لومړي به نورې خبرې هم وشي. دا به د دې معنا ولري چې آلمان به هم لا اټومي وسلو څخه خلاص نه شي: په آلمان کې د اټکل له مخې لا 20 اټومي خولۍ ساتل کيږي.

نوې ستراتيژي روښانه کوي چې د امريکې د متحدو ايالتونو حکومت د نړيوال ګوښونکي حالت د بدلولو په سوچ کې دي: چين او روسيې ته د لږ خطر د ګواښ په سترګه کتل کيږي، بلکې په اصطلاح ورانکارو هيوادونو او ترهګرو ډلو ته. د ستراتيژۍ په 80 پاڼيزه سند کې دا هم ليکل شوي چې د امريکې متحد ايالتونه په نظر کې نه لرې نوې اټومي وسلې جوړې کړي. خو ولسمشر اوباما په ټينګار وايي چې، دﺉ به له ټولو هغو اړينو وسيلو څخه کار واخلي څو د امريکې ولس ډاډه او مصؤن واوسي.

د امريکې په متحدو ايالتونو کې ډيرکتونکي نوې ستراتيژي د پوره راګرځيدنې په توګه نا ارزوي. اټومي کارپوه جورج پيرکوويچ د پرتلې لپاره د فرانسې د انقلاب مثال راوړي:

« دلته کوم نوي روبي شپيري نشته چې ووايي: سرونه مو کښته کړﺉ، اوس موږ هرڅه بل ډول کوو.»

په سند کې نشته چې د اټومې وسلې «يواځيني» رول ډارول دي، بلکې ډارول ستر رول لري. دا يو وړوکي خو اهم توپير دي. پرته له دې هم د امريکې اټومي وسلې هماغسې چې پوځ غوښتل،تل د تيارسي په حال کې دي. ښايي اوباما نه غواړي جمهوري غوښتونکي په غوسه کړي، ځکه دﺉ په کانګرس کې د دوي رأيو ته اړتيا لري څو د بې وسلې کولو تړون په تصويب ورسوي.

Müller, Sabine/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل