1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي بې پيلوټه الوتکې د سوريې وضعه څاري

۱۳۹۰ بهمن ۳۰, یکشنبه
https://p.dw.com/p/145a9

د امريکا متحده ايالات د خپلو بې پيلوټه الوتکو په مرسته په سوريه کي د حکومتي ځواکونو له خوا پر مخاليفينو د عملياتو انځورونه اخلي. دا خبر د امريکا يوه تلويزيوني کانال اېن بي سي ورکړی دئ.

په راپور کي ويل سوي دي چي د بې پيلوټه الوتکو له خوا د څار دغه موضوع د يوه پوځي بريد له پاره د چمتو والي معنا نه ورکوي. په عيني حال کي په سوريه کي د تاوتريخوالي د دوام راپورونه ورکول سوي دي.

د حکومت د مخاليفينو په وينا د ولسمشر بشرالاسد ځواکونو په دمشق کي هغه وخت د خلکو پر يوې اجتماع ډزي وکړې چي د حکومت د درو مخالفينو جنازې ئې هدېرې ته وړلې. ويل سوي دي چي د جنازې په دغو مراسمو کي په زرو انسانانو گډون کړی وو.