الکو: د مامورينو له سخت کمبود سره مخا مخ يو
۱۳۸۹ مهر ۲۵, یکشنبهنوموړي تيره ورځ په خوست ولايت کي د خپل سفر پرمهال په يوه مطبوعاتي غونډه کي وويل چي د يوې خوا يې د مامورينو له سخت کمبود سره مخامخ دي او د بلي خوا يې معاشونه ډير کم دي.
الکو وايي چې د امنيتي ملحضاتو له امله د يوه ولايت څارنوالان نه سي کولاى چي په بل ولايت کي دندي ترسره کړي، نوموړي زياتوي چې د مامورينو دکمبود په برخه کې به په خوست کې دشيخ زايد پوهنوتون څخه فارغ سوي محصلين جذب کړي.
لوى څارنوال الکو خوستيانو ته ډاډ ورکړی، چي دغه ولايت ته به د څارنولانو يو با صلاحيته پلاوى راوليږي او دقانون په رڼا کې به پر دوسيو باندي کار وکړي.
دغه راز په دې سفر کي د افغانستان په عدليي چارو کي د امريکا سفير(هانسکلم) وويل دوی په خوست کي د افغان دولت له څارنوالانو سره يوې پريکړي ته ررسېدلي.
ددې پريکړي له مخه به تر دې وروسته د ناټو ځواکونو په عملياتو کي د نيول کيدونکو بنديانو پر دوسيو به د افغان دولت او بهرني ځواکونو د څارنوالانو ترمنځ په ګډه کارکيږي.
دافغانستان په عدليي چارو کې دا مريکا د سفير خبرو ته په کتو دا وخت هم د هيواد په يوشمېر زندانونو کي د بهرنيواو افغان ځواکونو په عملياتو کې نيول سوي بې برخليکه شپې او ورځې تيروي.
د کارپوهانو په اند پداسي حال کي چي د افغانستان لويه څارنوالي دا مني چي د مامورينو معاشونه يې لږ دي او د مامورينو د کمبود سره مخامخ دي نو اداري افساد به څنګه له منځه ولاړسي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل