المپيايي مشعل د پيکنگ په سفر روانيږي
۱۳۸۷ فروردین ۵, دوشنبهاعلان
دا ځل د دې مشعل لگول، کوم به چي له يونان څخه وزي او پر نړۍ باندي تر راڅرخېدلو وروسته د لوبو ځای يعنی پيکنگ تر رسول کيږي، تر سختو امنيتي تدبيرونو لاندي سر ته رسول کيږي. د دې کار علت په بهر کي له اوسيدونکو تبتيانو څخه د اعتصابونو سخت گواښونه دي.
د دې تر څنگ د چين حکومت اعلان کړی چي د تبت لانجي يې آرامي کړيدي او د دې تر څنگه يې په بهرکي اوسيدونکی مذهبي مشر ديليلاما باندي سختي نيوکي کړي او وايي چې نوموړی د تبت په خاطر له المپيايي لوبو څخه د يرغمل په توگه گټه اخلي.