1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ژورناليست د خپل کور مخ ته ووژل سو

۱۳۸۹ شهریور ۱۵, دوشنبه

افغان ژورناليست او شاعر سيد حامد نوري تيره شپه په کابل کي د خپل کور مخ ته د نامعلو کسانو لخوا په چړو ووژل سو.

https://p.dw.com/p/P4zf
حامد نوري له څه باندي دوو لسيزو را پدي خوا د افغانستان له ملي ټلويزيون سره د خبري سرويسونو د وياند په توګه دنده لرله
حامد نوري له څه باندي دوو لسيزو را پدي خوا د افغانستان له ملي ټلويزيون سره د خبري سرويسونو د وياند په توګه دنده لرلهانځور: DW

د دوو ماشومانو پلارحامد نوري ته لومړي ټليفون سوی او وروسته چي هغه له خپل کور څخه را ښکته سوی د چړو په وارونو يي له پښو غورځولی دی.

دغه پيښه تيره شپه اته نيمي بجي د زړو مکرويانو د ۵۴ بلاک مخه ته رامنځ ته سوې ده.

د آزادو رسنيو د ملاتړ يوي اداري ( نی) د رسنيو د څار مسول صديق الله توحيدي دويچه ويلي ته وويل چي د ښاغلي نوري مړی له پيښي نيم ساعت وروسته د بلاک ترشا د هغه له ټليفون سره يو ځای وموندل سو.

حامد نوري له څه باندي دوو لسيزو را پدي خوا د افغانستان له ملي ټلويزيون سره د خبري سرويسونو د وياند په توګه دنده لرله او په ورته وخت کي يې د افغانستان د خبريالانو د ملي ټولني د مرستيالۍ دنده هم لرله.

د سيد حامد نوري يو خپل د نوم د نه اخيستلو په شرط دويچه ويلي ته وويل چي نوموړی په څلورمه کارته کي وو چي ورته زنګ راغی اوکله چي دی کور ته ورسيد بيا له کوره ښکته سو او نيم ساعت وروسته يې مړی وموندل سو.

اوس د حامد نوري جسد عدلي طب ته د زياتو څيړونو لپاره استول سوی دی.

د دغه افغان ژورناليست په بدن باندي د چړې دري واره ښکاري او په غاړه باندي يي هم خپونه دي.

د افغانستان د خبريالانو د آزادي ټولني مشر رحيم الله سمندر دغه پيښه وغندله او دا يې يوه لويه غميزه وبلل.

«د سيد حامد نوري مړينه يوه نه جبرانيدونکي ضايعه ده چي موږ يې غندو او له حکومت څخه غواړو چي عاملينو يې ژر تر ژره وپيژني او محکمې ته يې وړاندي کړي».

سمندروويل چي په روان کال کي دا دريم افغان ژورناليست دی چي وژل کيږي خو تر اوسه پوري نه د هغه او نه هم د دوو نورو وژل سوو ژورناليستانو قاتلين موندل سوي دي.

د يادولو وړده چي تير کال په همدي مياشت د جان الله ها شم زاده په نامه يو بل افغان خبريال هم ووژل سو چي تر اوسه يې قاتلين ندي موندل سوي.

سلطان احمد منادي دوهم هغه خبريال وو چي د تير ۱۳۸۸ کال د سنبلي د مياشتي په دوهمه اونۍ کي د افغانستان په شمال کندزولايت کي د برتانوي سرتيرو په عملياتو کي ووژل سو چي تر اوسه يې قاتلين نه دي موندل سوي.

د خبريالانو د ملاتړ ټولنه، د عراق او سوماليا وروسته افغانستان د خبريالانو لپاره تر ټولو نا امنه هيواد په ګوتو کوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل