1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان، هندي او پاکستاني کارپوهانو د سيمي پر حالاتو خبري وکړې

۱۳۸۹ آذر ۲۴, چهارشنبه

په دغه غونډه کي چي پکښي د درو هيوادونو په لسګونو تنو ستراتيژيستانو او سياسي مبصرينو برخه لرله د سيمي د سولي پر سر خبري وسوي.

https://p.dw.com/p/QYrW
د هندي پاکستاني او افغاني کارپوهانو يوه غونډه
د هندي پاکستاني او افغاني کارپوهانو يوه غونډهانځور: picture-alliance/dpa

د سيمه ايزو سياسي او اقتصادي همکاريو په موخه د غونډو د دغي سلسلي مخکنۍ ناستي هم په کابل او نوي ډهلي کي جوړي سوي وې.

په دغه غونډه کي تر ډيره د درو سرو هيوادونو پر نږدې همکاريو او په خاصه توګه د اورپکۍ پر ضد پر روان کمپاين خبري وسوې.

د افغانستان د ستراتيژيکو څيړنو د مرکز مشر داود مراديان د افغانستان د ټيکاو لپاره د اسلام آباد او نوي ډهلي رول ډير مهم وباله او ټينګار يې وکړ چي کابل له لويه سره د خپلو دغو ګاونډيانو د ګټو ساتونکی دی.

« د افغانستان له ليد لوري څخه د پاکستان، افغانستان او هند تر منځ ګډي ګټي موجودي دي، او موږ په ځان باور لرو چي د هند او پاکستان تر منځ په افغانستان کي د دغو ګډو ګټو په خوندي کولو کي مرسته وکړو».

د غونډي پاکستاني کارپوهانو تر ډيره ځايه افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ قربانيان وبلل چي په وينا يې دغه اورپکي له ۲۰۰۱ کال وروسته زور اخيستي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفير رستم شاه مومند چي د دغي ناستي ګډون والو وو طالبان د کابل او اسلام آباد دواړو په زيان وبلل چي په خبره يې د دغو دوو ګاونډيانو ګټي يي له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

ښاغلي مومند د افغانستان په چارو کي د پاکستان د لاس وهني په اړه د سوي پوښتني په ځواب کي وويل:

«زه فکر نه کوم چي پاکستان اوس د افغانستان په چارو کي لاس ووهي، ځکه څه ور څخه حاصليږي او پاکستان په خپله په کشالو کي دي، هلته ډير لوي تکليف جوړ سوی، هغه زمانه ولاړه چي يو ملک به د بل ملک په چارو کي مداخله کوله».

په کابل کي د افغان، هندي او پاکستاني ستراتيژي جوړونکو او شناندو ناسته په داسي حال کي جوړيږي چي د کابل حکومت که څه هم د خپل ملک په چارو کي د ګاونډيانو له مداخلي انديښمن دي خو ظاهراْ له دغو ملکونو سره خپلي اړيکي د ښي کيدو په درشل کي بولي.

د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر وايي چي اوس پر ګاونډيانو سربيره د سيمي له ډيرو هيوادونو سره اړيکي د ښه والي پړاو وهي.

« موږ اوس يوازي له پاکستان او ايران سره نه بلکي د سيمي له نورو ملکونو سره هم اړيکي د ښه والي په حال کي دي، او هيله لرو چي د دغو همکاريو په لړ کي هغوی موږ ته د امنيتي ضمانتونه راکړي او موږ هغوی ته ډاډ ورکوو چي ګټو ته به يي زيان نه رسوو».

خو د افغان چارواکو د دغو څرګندونو خلاف د سيمي د چارو څارونکي او په خاصه توګه افغان سياسي شنونکي د کابل او اسلام آباد تر منځ اړيکي خړي پړي ارزوي.

هغوی وايي چي کابل څو ځله د پاکستان يو شمير سيمي د اورپکۍ د ځالو په توګه يادي کړي چي دغو تورونو په نړيواله کچه د پاکستان سياسي اعتبار ته زيان رسولی او اسلام آباد يي په غوصه کړی دی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل