افغانستان پرپاکستان ،د تشدد د ډيرولو تورلګوي
۱۳۸۷ تیر ۲۰, پنجشنبهد پاکستان په قبايلي سیمو کي د امنيتي قواوو د فعاليت په کميدو کښي وباله . ده په نيويارک کی د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کي همدارنګه وويل ،چه د وضعي د خرابيدو يو اصلي دليل په قبايلي سیمو کي هغه اوربند دی ، چه د پاکستان د حکومت او د طالبانو د مشر بیت الله مسعود تر منځ رامنځته سوی دی . د پاکستان پخوانی حکومت او امريکا بیت الله مسعود د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمي بېنظير بوټو د وژلو مسؤل بولي .
سپانتا همدارنګه وويل ، چه د ترورسټانو مرکزونه ، د هغو روزنيز کمپونه ، مالي تقويه ،او د هغو وسله وال کيدل د افغانستان څخه دباندي صورت نيسي ، او د هغو ځايو څخه پر افغانستان باندی تحمليږي .
د پاکستان خارجه وزير مقدوم قريشي د امنيت په شورا کښي په کابل کي د هندوستان د سفارت مخته بمی ګزار يو وار بيا وغندی . ده وويل چه د افغانستان امنيت او ثبات د پاکستان په ګټه دی ، او دواړه هيوادونه د افراطيت او ترهګرۍ د خطر سره مخامخ دي .
د امريکا ددفاع وزير رابرت ګيتس په واشنګټن کښی د ژورنالسټانو په مخکی وويل ، چي دده سره هيڅ داسي شواهد پلاس کي نسته ، چه دهغه له مخي د هندوستان د سفارت سره په چاودنه کي خارجي لاسونه وي .
د افغانستان د حکومت په عقيده ددغه بمي بريد تر شا د پاکستان استخبارات ولاړ دي .
په ملګرو ملتو کښی د هند سفير نيروپام سِن وويل چه دده هيوادپه کابل کي د دوی دسفارت سره تر بمي ګزار وروسته هم تصميم لری ، چه د افغانستان په بيا ودانولوکي ونډه واخلی .
په افغانستان کی د ملګرو ملتو نماينده کای اِيده په افغانستان کښی د بين امللي قواوو د تقويې غوښتنه وکړه .
په ملګرو ملتو کي د امريکا سفير زلمي خليل زاد وويل ، چه نړۍ بايد په افغانستان کي يوازي د امنيتي قواوو په تقويه کولو کي کوښښ ونکي ،بلکه د هغه د زيربنايي چارو او اقتصاد د تقويې غم هم وخوري . ده د پيسه ورکونکو هيوادو څخه وغوښتل ،چه د تيري مياشتي د افغانستان دپاره د پاريس په کنفرانس کي خپلي وعدې پوره کي .