افغانستان ته د اضافي امريکايي عسکرو د ليږلو پر سر شخړه
۱۳۸۸ اردیبهشت ۴, جمعهد هغه جگړې آزمويلو کسانو د پنجشنبې په ورځ تېرو غلطيو ته گوته نيولې او گواښ يې کړی دی، چې دغه لانجه يوازي په نظامي وسيله سره حل او فصل کېدلی نه شي . د امريکايي سمندري ځواکونو يوه متقاعد خوردضابط Rick Reyes د هغه هېواد په سنا کې د بهرنيو چارو مسئولې جرگه گۍ ته په ډاگه کړه : «کله چې له افغانستان څخه راووتم، نو په دې پوه شوم چې هلته د امريکايانو موجوديت يوه غلطي ده . زه په کلکه سره دا احساس کوم چې نظامي مداخله د حل لار نه ده .»
د دې بريدگي نظر د جرگه گۍ د مشر جان کيري Jahn Kerry هغه څرگندونه راياده کړه، کومه يې چې په 1971 ميلادي کال کې د ويتنام د جگړو د يوه آزمويلې عسکر په توگه دا پوښتنه وکوله چې : څرنگه له يوه کس څخه غواړئ، چې بايد د يوې غلطۍ په خاطر وروستی وژل کېدونکی وي؟
سره له دې چې جنگ آزمويلي په افغانستان کې د جگړې له لوړو لگښتونو او ورو ورو پرمختگ څخه خبرې کوي، دا ټينگار هم کوي، چې نه ښايي په بېړه سره د دوی ځواکونه وايستل شي . د امريکايي پوځ يو احتياط بريدگی څرگندوي : «که چېري موږ پرته د امنيت راوستلو څخه وزو، له حکومت، کليو او کليوالو څخه ملاتړ ونه کوو، او ورته د ودانولو، ثبات او امنيت احساس ورنه کړو، نو بيا به بېرته ورځو. »
فرانسپرس ليکي، په 1980 کالونو کې، کله چې روسانو افغانستان نيولی وو، د امريکې متحده ايالتونو اسلامي جنگيالو- مجاهدينو ته مالي او نظامي مرسته برابروله، خو کله چې روسان له هغه هېواد څخه ووتل، امريکې هم خپلي مرستي پرې بندي کړې . همدې خاليگاه د طالبانو راتگ ته لاره همواره کړه .
ريز Reye د امريکې د نوي مشر بارک اوباما پر دې هوډ او پرېکړه باندي سخته نيوکه وکوله، چې غواړي 21000 نور عسکر هم افغانستان ته واستوي او دا کار يې لويه غلطي وبلله . هلته اوس هم د ناټو تر مشرتابه لاندې 40000 امريکايي عسکر سره له 32000 نورو بهرنيو عسکرو موجود دي . ريز جوته کړه، چې کم تر کمه پر دې اشغال باندي بايد له سره غور وسي .
خو دريو نورو جنگ آزمويلو د افغانستان په جگړه کې د امريکې د زياتې مشغولا غوښتنه وکوله . د امريکايي پوځ يوه متقاعد تورن Westley Moore د سنا جرگه گۍ ته وويل، موږ په افغانستان کې پوره مالي او بشري توان نه لرو . دې افسر هم د امريکې د ستراتيژۍ له غيرنظامي اړخونو څخه پلوي وکوله او په ډاگه يې کړه : «که موږ امنيتي اړخ ته زياته پاملرنه وکوو، نو بيا به لازياتي داسي سرچيني لاس ته راوړو، چې نه يوازې دا چې افغانستان به د القاعدې د پاره يو ناخوندي ځای گرزوي، بلکه امنيت او د افغانستان د خلکو د پاره به ښه راتلونکې هم جوړوي .)
جمهوريت غوښتونکي استازي د افغانستان د پاره د اوباما ستراتيژۍ ته د شک په سترگه گوري، کومه چې د القاعدې بېخ ايستنې او د افغانستان بيارغونې ته زياته پاملرنه کوي ،او هم غواړي په زروي وسلو سمبال پاکستان د جگړې ډگر ته راکش کړي .
جمهوريت غوښتونکي سناتور Bob Corker وايي، زه نه پوهېږم چې دا ټول څه دي، پرته افغانستان ته د زياتو عسکرو له لېږنې څخه . زه هيله لرم چې يو څه نور ژور کار مو کړی وي .
ځينو دموکراټانو هم د دې پلان په ارتباط انديښنې ښکاره کړې . سناتور Russ Feingold څرگنده کړه، لانجې به په افغانستان کې هنوز هم د امريکې د امنيت په اړوند حالات بې ثباته کوي .
کيري Kerry بيا دا اقرار وکړ، چې په افغانستان او پاکستان کې ډير کار ته اړتيا ليدل کيږي . کيري د افغانستان او ويتنام د جگړو ورته والي ته په اشاره کولو سره وويل : موږ يو وار بيا د يوه کاواکه مرکزي حکومت لرونکي هېواد له ياغيانو سره په جگړه کې ښکېل يو . زموږ دښمن په سيمه ايزه خلکو کې پټيږي او په ډېره آسانتيا سره گاونډي هېواد ته وراوړي، تر څو هلته خوندي پاته شي .
فرانسپرس/ عارف وردگ
کتونکی : محمد قاسم نوري