اروپا ته د کډوالو بهير کم سوی دئ
۱۳۸۹ تیر ۲۲, سهشنبهد اروپايي ټولني د کار کميسار لاڅلو اندور وايي، چي دا تر ټولو مخکي د اروپا د خرابي اقتصادي وضعي له امله ده.
«کډوال تر ټولو زياتله اقتصادی کړکيچ څخه اغيزمن شوی، ځکه دوی ته د معلومو اقتصادی څانګو لخوا غم خوړنه کيږی.دا په تيره د ساختمان په اړه چې همدا اوس په نسبتاً ډيرو کډوال لرونکو هيوادونو، لکه هسپانيې کې سر خوری. خو دا بيا د روان صنعت، لکه د موټر جوړولو او د پرزو رسوونکو کمپنيو په باب هم صدق کوی.»
په ډيرو اروپايي هيوادونو کي د کډوالو په وړاندې اعتراض زيات دی. له دې امله ډيرو کسانو د کډوالو د شمير د کميدو هرکلی وکړ.
د اروپايي ټولنې د کورنيو چارو کميساره سیسیليا ماشتروم وايي چې ګډوال د اروپا د کارګري طبقې يوه وده کوونکې برخه جوړوي، د ساري په ډول په اطريش او د چک په جمهوريت کي د دوئ ونډه د دريمي برخي څخه هم ډيره ده.
خو دا د دي مانا نه ورکوي چي دوئ په عمل کي د ځايي کارګرانو سره يوډول پرتله کيږي.
مالشتروم غواړی په راتلونکې کې يو شمير قانونی وړانديزونه وکړی، څو په اروپايي ټولنه کي د کډوالو حقونه او د ژوند چاري ښې سي.
د اقتصادي همکارۍ او ودي د ټولني او د کمېسيون پیغام روښانه دئ: اروپا به په راتلونکي کي ځان د دباندي څخه دکار په قوې وساتي.
خو د اروپا د ډيرو اوسيدونکو سره بايد د قانع کولوپه لاره کار وکړي. په اوس وخت کي په اروپا کي د کډوالو موضوع، اور ته د پلطې د وړاندي کولو په شان ده.
Hasselbach, Christoph/ سهيلا حسرت نظيمي
کتونکی. زيارمل