اروپا ته د افرایقا له لارې مخدره توکې لیږدول کیږي
۱۳۹۰ اسفند ۳, چهارشنبهاعلان
د ملګرو ملتو په حواله د جنوبي امريکا د مخدره توکو قاچاقبران د غربي او مرکزي افريقا له لاري اروپا ته کوکايين قاچاقوي. په نيويارک کې د ملګرو ملتونو له مخدره توکو او جناياتو سره د مبارزې رئيس يوري فيډوټوف، د امنيت په شورا کې ویلي دي چې د مخدره توکو قاچاقچیان د افريقا له غربت، لږ سرحدي کنترول، اختلاس او اداري فساد څخه گټه اخلي.