احمدي نژاد دکرزي د انتخابيدو له کبله هغه ته مبارکي ورکړيده
۱۳۸۸ شهریور ۲۷, جمعهحامد کرزي نن د جمعې په ورځ خبر ورکړی دی چه احمدي نژاد د پرون ماښام په خبرو کښي د ډيرو برياليو انتخاباتو له کبله دافغانستان خلګو ته مبارکي وويله ،او اميدواري يې ښکاره کړې ده ،چه انتخابات به د افغانستان د پرمختګ او ترقۍ سبب وګرزي .
کرزي چه لا يې دوهم واري انتخابات تاييد سوي ندي ، د محمود احمدي نژاد څخه يې د تبريکۍ له کبله تشکر وکۍ .
محمود احمدي نژادهم په ايران کښي د مخالفينو لخوا ، لکه د کرزي غوندي په انتخاباتو کښي د جعل کارۍ او لاس وهني د تورونو سره مخامخ دی .
پخپله بياکرزي د جمهوري رياست په انتخاباتو کښي د درغليو تورونه رد کړي دي . کرزي امريکايي ټلويزيوني شبکې سي اِن اِن ته وويل چې د اګست د مياشتې د20 نيټې انتخابات د اعتبار وړ او صادقانه دي . ده اضافه کړل چه که د جعل کارۍ او لاس وهني د تور له کبله دوهم واري انتخابات تر سره سي ،نو دا به پخپله لاس وهنه وي . پر انتخاباتو باندي د اروپايي ټولني دنظارت مأمورينو ويلي دي چه د 1,5مليون رأيو دحقانيت په باب شک موجود دی . د لومړنيو نتيجو پر اساس کرزي 54,6 فيصده او د ده سيال عبدالله عبدالله 28 فيصده رأيي تر لاسه کړيدي .
کرزي سي اِن اِن ته هغه ليک هم ولوستۍ چه پکښي د ملي يووالي په حکومت کښي د عبدالله منل هم څرګند سويدي .
Dpa
کتونکي : محمد قاسم نوري