احمدزی: د امنيت د ليږد پروسه به په منظم ډول پيل سي
۱۳۸۹ اسفند ۴, چهارشنبهټاکل سوې چي د امنيت د انتقال پروسه په راتلونکي حمل مياشت کي پيل سي.
احمدزی د دغي تدريجي پروسي اغيزي پر افغان حکومت منفي نه بولي او ټينګار کوي چي دغه کار به د کابل او نړيوالي ټولني تر منځ اړيکي نوري هم پياوړي کړي.
په لومړي سر کي به بهرني ځواکونه د هغو کليو، ولسواليو او ښارګوټو امنيتي چاري افغان عسکرو ته سپاري په کومو کي چي د دښمن ګواښ ډير لږ دی.
احمدزی وايي چي، افغان قوماندانانو د هغو سيمو د امنيت اخيستلو ته بشپړه تابيا نيولې، چي په لومړي مهال ويش کي افغان ځواکونو ته سپارل کيږي.
په داسي حال کي چي احمدزی د امنيت د ليږد پروسې ته د کورنيو ځواکونو له چمتو والي خبره کوي، په افغانستان کي د ناټو ملکي استازی د دغي پروسي له پيليدو سره سم د يو لړ ګواښونو او بې نظميو خبر ورکوي.
مارک سدويل وايي چي ګډ ځواکونه بايد له يو پړاو څخه د تيريدو لپاره يو شمير ستونزي وګالي او قربانيو ته غاړه کښېږدي.
د ښاغلي سدول وينا ده چي په اوږد مهال کي د امنيت د ليږد پروسه ډيره مهمه او اغيزناکه ده.
په دغه امنيتي غونډه کي د ناټو او افغان امنيتي مشرانو تر څنګ په کابل کي د ملګروملتونو د خاص استازي د دفتر مشر هم ګډون کړي وو.
سټيفن دي مستورا د امنيت د ليږد پروسه ډيره مهمه وبلله چي په وينا يې له دولت ضد مخالفينو او نارضي وسله والو سره به د سولي روانو خبرو اترو ته لا ډيره لار پرانيزي.
د افغانستان جمهور ريس حامد کرزي منلې چي، څه کم يوه مياشت وروسته به افغان ځواکونو ته د امنيتي مسوليتونو د ليږد پروسه پيل سي.
ګمان کيږي چي په لومړي سر کي به د سرپل، جوزجان او سمنګان ولايتونو امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپارل سي چيري چي، تر ډيره امنيتي حالت ډاډمن دی.
خو په رسمي توګه نه ناټو او نه افغان دولت د دغو ولايتونو نومونه رسنيو ته سپارلي دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل