آذرباییجان له بشري حقونو څخه د سرغړوني تورونه رد کړل
۱۳۹۰ اسفند ۲۵, پنجشنبهآذرباییجان ته د جرمني د خارجه وزیر ګیدو ویستر ویله د سفر پر مهال د دغه هیواد حکومت د المانانو له خوا له بشري حقونو څخه د سرغړونو تورونه رد کړل.
د دغه هیواد خارجه وزیر اِلمرمحمداروف په باکو کي د المان د حکومت له خوا د بشري حقونو د استازي، مارکوس لیوننینګ څرګندوني چي د ویستر ویله سره په دغه سفر کي یوځای دي ، رد کړې. لیوننینګ د پخواني شوروي اتحاد پر دغه جمهوریت باندي په وار وار سره تور لګولی دئ چي بشري حقونه نه مراعاتوي.
د د می په میاشت کي په باکو کي د اروپايي هیوادونو له خوا تر کنسرت مخکي له حکومت څخه دا غوښتنه وکړه چي ټوله سیاسي بندیان دي آزاد کړي.
خو ویستر ویله بیا د محمداروف سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي د دغو تورونه په هکله څه ونه ویل. آذرباییجان په هیواد کي د دیموکراتیکو اساسي حقونو څخه د سرغړونی له کبله په نړیواله سطحه تل تر انتقادونو لاندی راغلی دی.