پنځه تنه امريکايان د بې ګنا افغانانو په وژلو تورن دي
۱۳۸۹ مهر ۸, پنجشنبهدا لکه د يوه وحشتناکه جنګي فلم کيسه چي وي :
درې ملکي افغانان د امريکايي عسکرو لخوا په ظالمانه ډول وژل سوي دي ، او ويل کيږي چي د آمر لخوا يې امر ورته سوی ؤ .
ده دوژل سوو افغانانو په غاښو ، ګوتو او د پښو په هډوکو فخر کاوه ،هغه يې د ځان سره ساتلي وه ، او نورو عسکرو يې بيا د جسدو سره عکاسي کوله .
اوس ددوی قضيه دتيري دوشنبې راهيسي د امريکا د واشنګټن د ايالت په يوه نظامي اډه کښي څيړل کيږي ،او غواړي دا معلومه سي چه څنګه د پوځ منسوبينو په دغه ډول يوه اقدام لاس پوري کړی ؤ .
د پوځ دغه تحقيقاتي ويديو ددغه کال په می کښي په کندهار کښي ډکه سوې ده .
د امريکايي عسکرو په وينا بې دفاع افغانان ددغه کال په جنورۍ ، فبرورۍ او می کښي وژل سوي دي .
خورد ظابط مورلوک بيان کوي ، چه دده آمر ګِبس ده او يوه بل عسکر ته دغه افغانان داسي معرفي کړي وه ، چه ګواکي پر دوی باندي يې حمله کوله . پخپله ګِبس يوه ديوال ته ولاړ ، او بم يې پلاس کښي ؤ .
«ده د خپلو لاسي بمانو څخه يوراوايستی ، د هغه ماشه يې راوايستل ، او موږ ته يې وويل ، پوه سواست ، دغه نفر وولی ، هغه مړ کی . »
په تحقيقاتي ويديو کښي يو نظامي محقق پوښتنه کوي ، چي آيا دغه افغان مسلح او تيريکونکی ؤ . خورد ظابط مورلوک ورته جواب ورکوي ،«نه ، په هيڅ صورت نه . هغه هيڅ خطر نه رامنځته کاوه . »
۲۲ کلن خورد ظابط خپلو خبرو ته ادامه ورکوي ، اووايي چه څنګه ګِبس زموږ په منځ کښي بيره او وحشت رامنځته کاوه .
«که ګِبس پوهيدای چه زه ددغي کمرې مخته کښينم ، نو زه به يې هم وژلی وای . »
پخپله ګِبس د وژل سوو افغانانو د بدن اعضاوي وساتل ، او په دې ډول يې خپل مادونان بيرول . خو په تحقيقاتي ويديو کښي بايد د نورو عسکرو په باب هم تحقيق وسي ، چي عکسونه يې ليدل کيږي .
د تحقيق پر وخت خورد ظابط جيريمي مورلوک هميشه سترګي موږي ، او سر ښوروي . دده د مدافع وکيل مايکل ويډنګټن د معلوماتو پر اساس اوس دغه ځوان عسکر په رواني مريضي اخته دی .
مجموعاً ۵ امريکايي عسکر بايد د۳ افغانانو د وژل کيدو جواب ووايي . په راتلونکو هفتو کښي به د نورو عسکرو څخه هم په دې باب پوښتني وسي ، او بيا به نو دافيصله کيږي ، چي دوی په يوه نظامي محکمه کښي محاکمه سي او که څنګه .
هلته کيدلای سي دوی د بند او يا د مرګ په جزأ محکوم سي . خو په هر صورت د امريکايي پوځ شهرت او نامه ته ډير تاوان رسيدلی دی .
Engelke/ محمد قاسم نوري
کتونکی: نجيب الله زيارمل