1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان او افغانستان د امريکا په منځگړيتوب يو مهم تجارتي تړون لاسليک کړﺉ

۱۳۸۹ تیر ۲۸, دوشنبه

په دغه تړون سره د دواړو هيوادونو په خړو پړو اړيکوکي د سمونوالي دپاره نوي هيلي پيدا سوي دي.

https://p.dw.com/p/OOh3
ددغه تړون په حقيقت کي د واشنګتن دپاره يو ستر ډيپلوماتي برياليتوب ګڼل کيږي
ددغه تړون په حقيقت کي د واشنګتن دپاره يو ستر ډيپلوماتي برياليتوب ګڼل کيږيانځور: AP Graphics/DW

تړون پرون د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيري هيلري کلينټن اود پاکستان د صدراعظم، يوسف رضا ګيلاني په حضور کي د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د وزيرانو ترمنځ په اسلام آباد کي لاس ليک سو.

متحده ايالاتو دغه دواړه هيوادونه تشويق کړل ترڅو دغه تجارتي تړون چي څوکاله ورباندي خبري اتري وسوې، لاس ليک کړي.

د دغه تړون له مخه ددواړو هيوادونو ترمنځ ترانسپورتي او تجارتي محدويتونه د منځه ځي اودواړه هيوادونه يو د بل سره د تجارتي اړيکو د لا پراخولو دپاره همکاري کوي.

په وروستيوکليونوکي په افغاسنتان او پاکستان کي د طالب ياغيانو د زور زيايتو له امله د پاکستان او افغانستان تجارتي اړيکي سختي تاواني سوي دي.

دغه تړون چي د دواړو هيوادونو د کابينو له خوا بايد تصويب سي،په حقيقت کي د واشنګتن دپاره يو ستر ډيپلوماتي برياليتوب ګڼل کيږي، ځکه متحده ايالات غواړي چي د پاکستان او افغانستان سره نژدې اړيکي ولري ترڅويو د بل سره د تروريزم پر ضد مبارزه کي مرسته وکړي.

د تړون د لاس ليک کولو پر مهال د پاکستان او افغانستان دپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي، ريچارد هولبروک خبريالاتو ته وويل چي « دا د پاکستان او افغانستان د نژديوالي او د نوي دوستۍ ستره نښانه ده.»

د2001 لومړي کال څخه را په دي خواکله چي د امرکيا متحده ايالاتو په افغانستان کي د طالباانو رژيم نسکور کی، د کابل او اسالام آباد اړيکي وخت په وخت خړي پړي پاته سوي دي.

د جمهور رييس حامد کرزي حکومت په وار وار سره اسلام اباد تورن کړي چي د پاکستان د خاوري څخه طالبان په وسلو سبماليږي او افغانستان ته د جګړې دپاره استول کيږي.

اسلام آباد چي خپله هم د خپلو طالبانو له بغاوت سره لاس او ګرويان دی د کابل دا تورنه ردکړي دي.

د امريکاد متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري دغه راز دمخه له دي چي د کابل کنفرانس ته ورسېږي،په اسلام آباد کي د پاکستان د جمهور ريس آصف علي زرداري او د هغه له صدراعظم ګيلاني سره سره وليدل.

المانی خبري اژانس ليکي چي کلينټن په دې ليدنه کتنه کښي پاکستاني مشرانو ته څرګنده کړې چي متحده ايالات غواړي د تروريز ضد مبارزه کي د پاکستان سره اوږده همکاري ولري او ددې همکارۍ په بدل کي واشنګټن اسلام آباد ته د اوږدې مودې اقتصادي مرستو ژمنه وکړه.

تمه کيږي چي امريک به د پاکستان د پرمختيايي پروژو دپاره د 500 مليونه ډالرو دمرستي اعلان وکړي. البته داپیسې د هغو 1.5 ملیارده ډالرو يوه برخه ده چي،واشنګټن يې تر پنځو کلونو پور ي هر کال اسلام آباد ته ورکوي.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل