1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

روسېې د نوي کال په ورځ هم پر اوکراین درنې بمبارۍ کړي

۱۴۰۱ دی ۱۱, یکشنبه

اوکراین وايي، روسېې د شنبې ورځې توغندویزو بریدونو په ادامه د نوې کال په ورځ وختي هم پلازمېنه کيف او د اوکراین پر نور برخو شدیدې حملې کړي دي. کیف ادعا کړې چې په دوه ورځو کې ېې د ایران ساخت په لسونو ډرون له منځه وړي دي.

https://p.dw.com/p/4Lc5l
پر کیف د روسي ځواکونو د یکشنبې ورځې حملو کې دغه هوټل هم لګېدلی، رپوټونه وايي چې په دغه ورځ لږ تر لږه یو کس وژل شوی او شاوخوا لس نور ټپیان شول
پر کیف د روسي ځواکونو د یکشنبې ورځې حملو کې دغه هوټل هم لګېدلی، رپوټونه وايي چې په دغه ورځ لږ تر لږه یو کس وژل شوی او شاوخوا لس نور ټپیان شول انځور: Sergei Supinsky/AFP

رويټرز خبري آژانس له کیف څخه په خپل رپوټ کې ليکي چې شپې له هوايي حملو سره جوخت په کيف د ساعتونو له پاره د خطر زنګونه وهل کېدل.

د اوکراین د هوايي ځواکونو قوماندانۍ ويلي دي چې د ایران ساخت شاهد ۴۵ ډرون ېې له منځه وړي، ۳۲ ېې تر نېمې شپې وروسته په يکشنبه ویشتلي او ۱۳ نور ېې د شنبې په ورځ له منځه وړې وې. 

د اوکراین ځېنې مهاجرې کورنۍ د جګړې سربېره د نوي کال له پاره کيف ته تللي

د اوکراین ولسمشر، ولاديمير زيلنسکي، په خپلې د نوي جنګي کال په وینا کې په اوکراین کې د جګړې د ادامې خبرداری ورکړ، کومه چې اوس په يولسمه میاشت کې ده.

رويټرز په خپل رپوټ کې ليکي چې شپې په کیف کې د څه باندې څلورو ساعتونو له پاره د خبرداري زنګ غږول کېده په داسې حال کې چې ځينې خلکو د خپلو کورونو له بالکينونو د «برم د اوکراین له پاره» او «برم د اتلانو له پاره» نعرې وهلې.

کیف: روسیه د پوځ د بیا رغوني پخاطر پنځه کاله غواړي

زیاته شوې چې د نوي کال په شپه په ټول اوکراین کې د ماښام له ۷ بجو تر نيمې شپې پورې ګرځبنديز پر خپل حال پاتې وو او په عامه ځایونو کې د ۲۰۲۳م کال د پيل مراسمو د لمانځنې امکانات نه وو. 

د کیف ښاروال، ویتالي کليچکو، پر ټولنیزې رسنۍ ليکلي چې د لګيدلو توغنديو له کبله د پلازمېنې په مرکز کې جزوي زیانونه اوښتي او لومړني رپوټونه وايي چې څوک ژوبل شوي نه دي.

کیف په امنیت شورأ کي د روسیې چوکۍ غیرمشروع بولي

خو په رپوټ کې راغلي چې د يکشنبې ورځ بریدونو کې لږ تر لږه یو کس په کيف کې وژل شوی او شاوخوا لس نو ټپیان شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زيلنسکي له خپلې میرمنې اولینا سره د نوي کال په شپه انځور کې
د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زيلنسکي له خپلې میرمنې اولینا سره د نوي کال په شپه انځور کې انځور: AFP

د اوکراین لوړې قوماندانۍ د يکشنبې په ورځ په يوه رپوټ کې ويلي دي چې روسي ځواکونو د تیرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې د ټول اوکراین په سطحه ۳۱ توغندي وار او ۱۲ هوايي حملې ترسره کړي دي.

د اوکراین له پاره د امریکا متحده ایالاتو استازې، بريجيت برينک (Bridget Brink) پر ټويټر ليکلي دي: «روسېې پر اوکراین د نوي کال په لومړيو ساعتونو بزدلانه او ساړه بریدونه وکړل. خو داسې ښکاري چې پوتین لا هم په دې نه پوهیږي چې اوکراینیان له اوسپنې څخه جوړ دي.»

مسکو اوکراین ته له اشغالي سیمو د وتلو ضرب الاجل ټاکلی

د کيف د پولیسو مشر، اندري نبيتوف، پر ټيلګرام د ډرون الوتکې د ېوې ټوټې انځور خپور کړی او ادعا ېې کړې چې دا د هغې ډرون انځور دی چې پر پلازمينه حمله کې کارول شوې ده. د ډرون پر دغې ټوټې په لاس ليکل شوي دي چې روسيه وايي: «نوی کال مو مبارک.»

په عین حال کې روسي رسنيو رپوټ ورکړۍ چې اوکرایني ځواکونو پر دونيڅک او لوهانسک سيمو چې د مسکو تر کنټرول لاندې دي، ګڼ بریدونه کړي دي. ځايي چارواکو ويلي دي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۹ کسان ټپیان شوي دي.

له جبري عسکرۍ څخه تښتیدلي په زرګونو روسان المان کې دي

د روسېې د جنوبې سېمې بلګورود والي، ویاچسلاو ګلادګوف (Vyacheslav Gladkov) هم ادعا کړې شپې په سیمه کې د شبکينو په نوم ښارګوټي پر اطرافو ګولۍ توغول شوي چې ځاني تلفات نه لري اما  کورونو ته ېې زیانونه اړولي دي. د روسېې بلګورود سېمه له اوکراین سره پوله لري.

په اوکراين کي جګړه؛ نيږدې ۱۸زره ملکیان وژل شوي يا ټپیان شوي

په ژنیف کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو کمشنرۍ روانه اوونۍ خبر ورکړ چې د اوکراین په جګړه کې ۱۷۸۳۱ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په دې ډله کې ۶۸۸۴ وژل شوي او ۱۰۹۸۶ ټپیان دي. دا ثبت شوي او تائيد شوي ارقام دي چې د وژل شوو کسانو په ډله کې ېې ۴۲۹ ماشومان دي. خو دغه سازمان زیاته کړې وه چې د ملکي تلفاتو واقعي شمیر به تر دې ډير لوړ وي، ځکه په جنګي سیمو کې د کره امارو ثبت امکان نه لري.

لاوروف د اوکراین د بحران اصلي مسؤل امریکا بولي

  (Reuters)mks/aa/ 

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل