1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

مسکو اوکراین ته له اشغالي سیمو د وتلو ضرب الاجل ټاکلی

۱۴۰۱ دی ۶, سه‌شنبه

مسکو اوکراین ته د روسېې تر کنټرول لاندې سیمو د تسلیمولو په ګډون د غوښتنو او د پوره کولو له پاره ېې یو ضرب الاجل ورکړی «که نه روسي ځواکونه به په خپله اقدام کوي». پوتین له دې یوه ورځ مخکې ويلي وو چې دی مذاکراتو ته تیار دی.

https://p.dw.com/p/4LSL1
د اوکرایني ځواکونو یو ټانک د اوکراین په جنګ ځپلې سېمې خیرسون کې  - د  ۲۰۲۲م کال د نومبر ۹مه
د اوکرایني ځواکونو یو ټانک د اوکراین په جنګ ځپلې سېمې خیرسون کې - د ۲۰۲۲م کال د نومبر ۹مهانځور: Metin Aktas/AA/picture alliance

د روسېې د بهرنیو چارو وزير، سرګي لاوروف، اوکراین ته دغه ضرب العجل د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د دسامبر ۲۶ نېټه) ناوخته ورکړ.

د روسېې د دولتی خبري آژانس تاس په حواله، لاروف وویل: «زموږ وړاندیزونه د رژیم تر کنټرول لاندې قلمرونو غیرپوځي کول او نه نازي توبول، له دغو سیمو څخه د روسېې امنيت ته د ګواښوونکو محوه کول، [البته] زموږ د نوو ځمکو په ګډون چې دښمن له پاره معلومې دي.»

پوتين: روسيه غواړي چې د اوکراين جګړه پای ته ورسيږي

هغه د وړانديزونه په اړه وویل: «خبره ساده ده: هغه خو په خپله خوښه ترسره کړئ. که نه، موضوع په اړه به روسي ځواکونه تصمیم نیسی.»

کیف وايي چې دوی به د اوکراین له خاورې څخه د ټولو روسي عسکرو تر ایستلو پورې جنګيږي.

د لاروف د دغو څرګندونو څخه یوه ورځ مخکې د روسيې ولسمشر، ولاديمیر پوتين ويلي وو چې د مسکو دروازې د خبرو اترو له پاره خلاصې دي.

زیلنسکي د روسيې له نورو بريدونو خبرداری ورکړ

کيف او غربي متحدینو ېې د خبرو اترو له پاره د پوتين وړاندیز په داسې حال کې رد کړی چې روسي ځواکونه پر اوکرايني ښارګوټو توغندي اورولي او په مکرره توګه له کیف څخه د دې غوښتنه هم کوي چې د اوکراین اشغالي سیمې چې د دغه هیواد پنځمه برخه تشکيلوي، په رسمیت وپيژني.

د روسېې د بهرنیو چارو وزير، سرګي لاوروف
د روسېې د بهرنیو چارو وزير، سرګي لاوروفانځور: MAZEN MAHDI/AFP via Getty Images

پوتين د روان میلادي کال د جنوري میاشتې په ۲۴مه پر اوکراین پوځي یرغل چې هغه ورته د «ځانګړي عملیات» نوم ورکوي، پيل کړ. پوتین وايي دغه اقدام څخه ېې موخه د اوکراین «غیرنازيِ او غیرپوځي کول» دی، کوم چې پر وینا ېې د روسېې له پاره یو ګواښ دی. خو کيف او متحدين ېې بیا وايي چې د پوتین یرغل یوازي د ځمکو یو امپريالیستي غصب دی.

اوکراين جګړه: چيري چي روسیه په ناڅاپي توګه پاته راغلې

مسکو د اوکراین د نیولو له پاره پراخ پوځي عملیات شروع کړل چې اوس دغه جګړه په خپله یوولسمه میاشت کې ده. د ډیرو تحليلگرانو له خوا مشخصه شوې چې روسي ځواکونو تر اوسه د جګړې په ډګر کې سختې ماتې زغملي او اوکرايني ځواکونه بیا توانیدلي چې له خپلو ډيرو ځمکو په کلکه دفاع وکړي.

په وروستي مورد کې د دوشنبې په ورځ، یوه ډرون الوتکه چې ګمان کيږي اوکرايني به وه، وتوانېده چې د روسېې په فضا کې څو سوه کيلومتره وړاندې ولاړه او هدف په نخښه کړي. دغې ډرون د روسېې په سراتوف سيمه کې د انګلس په نوم د جنګي الوتکو یوه مهمه پوځي اډه په نخښه. د سیمې والي وويل چې په دغه چاودنه کې د سېمې اوسیدونکو او ملکي زیربناو ته زیان نه دی رسېدلی، خو روسېې خبري آژانسونو وويل چې درې کسان وژل شوي دي.

کیف په امنیت شورأ کي د روسیې چوکۍ غیرمشروع بولي

روسي ځواکونه په اوکراین کې خپل بریدونه جاري ساتلي دي. د اوکراین په دونباس سيمه کې د اوکراین پوځ تر ټولو مهمې قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ وويل چې روسي ځواکونو د تېرې ېوې ورځې په جریان کې ۱۹ بریدونه وکړل. د روسې دفاع وزارت هم وويل چې په دغه ورځ ېې په سیمه کې پرمختګونه درولودلي او ادعا ېې کړې چې په توغندویزو او توپخانه يي بریدونو کې ېې د اوکراین ۶۳ پوځي واحدونه ويشتلي دي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل