1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جبري عسکرۍ څخه تښتیدلي په زرګونو روسان المان کې دي

۱۴۰۱ دی ۱۰, شنبه

کله چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سپټمبر میاشت کې د الزامي جزوي پوځي خدمت اعلان وکړ، سلګونو زره روسان له هیواده تيښتې ته اړ شول. په دوی کې یو شمیر يي المان ته هم مهاجر شوي دي.

https://p.dw.com/p/4LbFj
Ukraine-Krieg - Cherson
انځور: AP/dpa/picture alliance

کله چې د سپټمبر په ۲۱ نیټه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپلې وینا وروسته په ټول هیواد کې په جزوي ډول د عسکري خدمت د جبري کولو د قانون امر صادر کړ، نو د روسیې په سرحدونو کې له هیواده د تښتیدونکو کسانو قطارونه جوړ شول.

که څه هم د دغو کسانو دقیق شمیر نه دی معلوم، خو د یو شمیر رپوټونو په حواله لسګونو زره کسانو د اوکراین جګړې ته له ورتګ څخه په انکار کولو سره خپل هیواد پريښې دی.

له روسیې څخه په تښتیدلو کسانو ځینو یي په المان کې پناه اخیستې ده. دویچه ویله له داسې یو شمیر روسانو او له هغو سره د مرسته کوونکو رضاکارانو سره خبرې کړې دي.

آیا: ما نه غوښتل له خپل بخت سره لوبې وکړم

آیا د روسیې د یکاترنبرګ ښار اوسیدونکی دی چې د موټرو کاروبار یې کاوه. د سپټمبر په ۲۱ نیټه هغه په کار کې وو چې د پوتین وینا یې واورید. هغه وایي: «تر هغې وروسته سمدستي ما خپل سامان را ټول کړ او استعفا مې ورکړه، ځکه زه په هغو کسانو کې شامل وم چې کیدا شوای تر ټولو مخکې یي غوښتلی وای. زه یو نښه ويشتونکی سنایپر یم او د پوځي موټرو قوماندان او د لاسي بمونو استعمالونکی یم. ما باید په ۴۸ ساعتونو کې راپور ورکړی وای. زما له پاره په روسیې کې د پاتې کیدو معنا واضح وو. ما نه غوښتل له خپل بخت سره لوبې وکړم.»

د رسنیو آزادۍ ته گواښ؛ ډېري خبريالاني زنداني کيږي

آیا چې د اټوم کارپوه دی د خپلو زده کړو تر بشپړولو وروسته یي په روسي پوځ کې خدمت کړی دی. هغه وايي: «ما فکر کاوه چې روسي پوځ ډير غښتلی، ستر او مستحکم دی، خو هلته مې بشپړه وارخطایي ولیدله. په پوځ کې تر شاملیدو وروسته زه په ډیرو خبرو پوه شوم، د روسیې د سیاست په ګډون.»

هغه وویل چې د هغې ټول مسئولیتونه یوازې د کاغذ پر مخ وو او په پوځ کې یي هیڅ څه د زده کولو له پاره پیدا نه کړل. له دې امله هغه به د یوه عسکر په توګه هیڅ ګټور نه وای.

اولګا: له دولتي سیاست سره هیڅ کار نه لرم

اولګا د سپټمبر په ۲۶ نیټه له روسیې څخه المان ته رسیدلې وه. نوموړې د مسکو په یوه روغتون کې د مختلفو ناروغیو په برخه کې دنده ترسره کوله. ده ته ویل شوي وو چې د ځانګړو څانګو داکتران باید په پوځ کې ضروري دنده ترسره کړي. دا وايي چې جګړه پیل شوې وه او نه یي غوښتل چې دا د جګړې یوه برخه اوسي.

له روسیې څخه په تښتیدلو کسانو ځینو یي په المان کې پناه اخیستې ده.
له روسیې څخه په تښتیدلو کسانو ځینو یي په المان کې پناه اخیستې ده. انځور: Valery Sharifulin/ITAR-TASS/imago images

«د کووید-۱۹ په ورځو کې ما لیدلي ول چې حکومت له خلکو سره څنګه چلند کوي، په ځانګړي توګه داکترانو سره. زه په هغه وخت کې امیدواره وم. مونږ ته د زده کړو له بشپړولو مخکې ویل شوي وو چې بی له معاشه باید په کلینیکونو کې د کووید درملنه وکړو، که نه نو مونږ ته به اسناد نه راکول کیږي.»

اوکراين جګړه: چيري چي روسیه په ناڅاپي توګه پاته راغلې

اولګا د روسیې په روستوو آن، ښار کې زیږدلې ده. مور یي د اوکراین د ماریوپول ښار څخه ده. دا ښار اوس د روسانو په کنترول کې دی. پلار یې روسی دی او د ۳۰ کلونو راهیسې په پوځ کې دنده ترسره کوي.

اولګا وایي چې د فیبرورۍ په ۲۴ نیټه یي په خپل انستاګرام کې د جنګ پر ضد لیکنه کړې وه. تر دې لا ۴۰ دقیقې تیرې شوې نه وې چې پخواني خاوند ته یي د هیواد د امنیتي ځواکونو له خوا تلیفون وشو او یو ساعت وروسته د اولګا پلار ته هم زنګ ووهل شو: «دواړو ته ویل شوي چې زه باید چپ پاتې شم، په بل صورت کې به زه له دندې و ایستل شم او له نورو ستونزو سره به هم مخامخ شم.»

آرټیوم: هر یو د بل مرستې ته تیار دی

آرټیوم المان کې د هغو رضاکارانو له جملی څخه دی چې د داسې کسانو سره د زده کړې او کار د اسنادو په برابرولو کې مرسته کوي. د فیبرورۍ په ۲۴ نیټه د دوی ټیم دا پریکړه وکړه چې د اوکرایني وګړو سره به د مفت مشورې ورکولو په برخه کې همکاري کوي. دا په داسې حال کې ده چې د پوتین د جبري پوځي خدماتو تر امر وروسته د هغو روسي اتباعو له پاره چې تر دغه امر لاندې راځي هم د مشورې ورکولو خدمات زیات کړای شوي دي.

آرټیم د سپټمبر له ۲۱ نیټې څخه تر اوسه پورې لسګونو روسي اتباعو سره مرسته کړې ده. هغه وایي: «په پيل کې مو لږ تر لږه په ورځ کې تر ۱۴ ساعتونو پورې کار کاوه. کله کله به تر دې هم زیات. مونږ د دوی کیسې اوریدل. دوی به مونږ ته ویل چې له څه ډول سختۍ پرې تیرې شوي دي. د داسي روسي اتباعو اوسط عمر ۲۸،۵ کاله وو. تر ټولو ځوان یي ۱۷ کلن او تر ټولو مشر یي ۵۶ کلن وو. په دوی کې نیمایې کسان یي داکتران ول چې د حکومت له خوا په عاجل ډول غوښتل شوي ول.»

«په اوس وخت کې د روسي اتباعو پر اخراج بندیز لګول شوی دی. دا په دې معنی چې هر روسي تبع چې المان ته ورسیږي او د سیاسي پناه غوښتنه کوي، هغه به بیرته نه استول کیږي».

آئلا نووو پشینیا: ش.ن/ ا.و.ا.