1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

اوکراين جګړه: چيري چي روسیه په ناڅاپي توګه پاته راغلې

۱۴۰۱ دی ۵, دوشنبه

پر اوکراین تر يرغل مخکي ډېر کارپوهان د روسیې د بري په تمه ول. خو په هوا او اوبو کي مسکو و نه سوای کولای چي خپل برلاسی وکاروي.

https://p.dw.com/p/4LR7M
Ukraine Region Donbas Ukraine-Russland Krieg
انځور: REUTERS

کله چي روسیې شاوخوا یو کال مخکي خپل ځواکونه د اوکراین د سرحد په اوږدو کي ځای پر ځای کړل، نو په لویدیځ کي ډېر کارپوهان او سیاستوال په دې نظر ول چي کیف به د یو څو ورځو په ترڅ کي تسلیم سي. همدارنګه په خپله په روسیه کي هم خلک په همدې عقیده وه. که څه هم روسي ځواکونه په اول سر کي کیف ته نیژدې سول خو وروسته یې مخه ونیول سول او شاتګ ته مجبوره سول. دغي ماتي تر نن ورځ پوري دوام وکړ.د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین په مستقیم ډول دا خبره نه مني چي ولي یې باید هیواد د دسمبر په اوایلو کي د یوې اوږدې جګړې له پاره تیاری ونیسي.

د روسیې هوايي برتري نسته

داسي تمي هم موجودي وې چي د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ په میاشت کي د روسیې تر مداخلې وروسته تر سره نه سوې. ډیریو کسانو فکر کاوه چي روسیه به ډیر ژر د اوکراین هوايي وسلې او همدارنګه دافع هوا له فعالیته واچوي او په دې ډول به بشپړه هوايي برتري پر غاړه واخلي. د هغه علت د امکان ترحده د اوکراين په ختیځ کي جګړه وه.

کله چي په ۲۰۱۴م کال کي د دونباس د ډبرو سکرو په ساحه کي جګړه پیل سوه او روسیې په هغې کي خپل له ګډون څخه انکار وکړ، نو اوکراین په لومړنیو میاشتو کي ډېري الوتکي او هیلیکوپترونه له لاسه ورکړل او خپل د خوښي وړ تجهیزات یې په کار وانه چول. په دې ډول د اوکراین هوايي وسلې په اصل کي بې فعالیته پاته سوې.

Russland Präsident Putin TV-Ansprache an Nation
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتینانځور: Alexey Nikolsky/Kremlin/SPUTNIK/REUTERS

خو د اوسنۍ مداخلې پر وخت حالت بیخي بل ډول دی. په مسکو کي د فبرورۍ پر ۲۸ مه د دفاع وزارت په یوه خبرتیا کي چي پکښي روسیه ګواکي د اوکراین پر ټول قلمرو هوايي برتري لري، غلطه ثابته سوې ده.

که څه هم د روسیې هوايي ځواک د شمیر او تکنالوژۍ له پلوه د اوکراین تر هوايي ځواک په ښکاره ډول برتري لري، خو بیا هم پر پوځي هوايي ډګرونو او د جګړې په لومړۍ کرښه کي د ډیرو راکټي بریدونو سربیره، اوکراین تر نن ورځي پوري جنګي الوتکي او هیلیکوپترونه لري. همدارنګه یې د دافع هوا ځواک هم وار په وار ډیریږي.

د اوکراین په حواله د جګړې له پیل راهیسي، روسیې په سونو الوتکي او هیلیکوپترونه له لاسه ورکړي. خو دغه ډول ادعاوي په خپلواکه توګه نه دي تأیید سوي او لویدیځ استخبارات هم د روسیې له خوا د بې شمیره الوتکو له لاسه ورکولو ته اشاره کوي.

هغوی په ډیر محدودیت سره د جبهو پر کرښوعملیات کوي او د دې جرأت نه لري چي د هیواد دننه ته ورننوزي. د هغه پر ځای روسیه په ټول قوت سره له ډرون او توغندیو څخه کار اخلي، چي بیا هم د اوکراین د هوايي سیستم له خوا په لا ښه ډول دفع کیږي. کیف دا ټول د لویدیځ د مرستو له برکته په اختیار کي لري.

د توري بحيرې د بیړيو ناکامي

په سمندر کي بیا روسیه په ښکاره ډول له اوکراین څخه مخکي وه. په ۲۰۲۱ م کال کي مسکو دوه ځله د کریمیا په ټاپو کي خپل روزل سوي ځواکونه ځای پر ځای کړل. دې خبرې دا بیره راپیدا کړه چي روسیه به د اوکراین په جنوب کي د اودیسې پر لور خپل عملیات پیل کړي او د محافظتي ټانکونو او جنګي کښتیو په شمول د ځواکونو ستر واحدونه نوموړي سیمي ته ننباسي.

Russland Ukraine | Das russische Militär führt auf der Krim massive Übungen durch
آرشیف: روسي پوڅ په کریمیا کي پوځي تمرینات کويانځور: Vadim Savitsky/Russian Defense Ministry Press Service/AP/picture alliance

خو دا کار تر اوسه پوري نه دی سوی او په مسلکي کړیو کي هم ددې امکان نه لیدل کیږي. د سینټ انډریو پوهنتون څخه د بریتانوي کارپوه مارک ډی وور دویچه ویله ته وویل: «د مځکې لاندې کول خورا خطرناک دي. دا کار په ښکاره ډول د امکاناتو برترۍ ته اړتیا لري او روسیه په ښکاره ډول، د ځمکې د لاندې کولو د امکاناتو په لټه کې وه او هیڅ مناسب شرایط يې پیدا نه کړل.»

د جګړې د پیل کیدو پر وخت روسیې خپل جنګي بیړۍ له اودیسې څخه وایستې. په هغه وخت کي روسي ځواکونه په دې وتوانیدل چي د اودیسې په جنوب لویدیځ کي کوچنی مار ډوله مهم ستراتیژيک ټاپو ونیسي. خو د جون مياشتي په پای کي اوکراین وکولای سول د توپچي هدفمندانه بریدونو په ترڅ کي هغوی بیرته پرشا وتمبوي.

GP/NZ/DW.Online