1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراین ځېنې مهاجرې کورنۍ د نوي کال له پاره کيف ته تللي

۱۴۰۱ دی ۱۰, شنبه

د میلیونونو اوکراینیانو له پاره چې ډير ېې د روسې تر بمباريو لاندې او د برېښنا او اوبو له کمښت سره مخ دي د نوي کال لمانځنه ښايي په خاموشۍ کې تيره شي. خو ځېنو کورنیو بېا پکې تر میاشتو وروسته له يو بل سره يو ځای کيږي.

https://p.dw.com/p/4LbJ2
د دسمبر ۲۹مه، د کیف اوسیدونکو د روسي ځواکونو له حملو څخه د اورګاډي ېوې میترو ته پناه راوړې ده
د دسمبر ۲۹مه، د کیف اوسیدونکو د روسي ځواکونو له حملو څخه د اورګاډي ېوې میترو ته پناه راوړې دهانځور: Viacheslav Ratynskyi/REUTERS

پر اوکراینيانو نوی کال په داسې وخت کې راځي چې په دغه هیواد کې جګړه په خپله لسمه میاشت کې لا هم ادامه لري او د پای کومه نخښه ېې هم نه لیدل کيږي. د اسوشتید پریس خبري آژانس وايي چې د جګړې سربېره له اوکراین څخه یو شمیر مهاجرشوې کورنۍ کیف ته راروانې دي تر څو نوی کال له خپلو کورنیو او دوستانو سره تېر کړ.

سرتيری مايکيتا د کيف ښار د اورګاډو په عمومي تم ځای په نهم نمبر پلټفارم کې د سرو ګلانو له ېوې دستې سره ولاړ دی. هغه چې لا هم يونیفورم ېې پر تن دی، له پولند څخه د خپلې ميرمنې، والاريا راتلو ته په منتظر دی. مايکیتا شپږ میاشتې کېږي چې خپله مېرمن ېې نه ده لېدلې.

په اوکراين کي جګړه؛ نيږدې ۱۸زره ملکیان وژل شوي يا ټپیان شوي

د مايکیتا ميرمنې په رارسېدلو سره دواړو یو بل په غیږ کې ونیول او ښکل ېې کړل. هغه وروسته اسوشتيد پریس ته وویل: «دا په واقعیت کې ډيره سخته ده، تاسو پوهيږۍ چې دومره اوږده موده انتظار» سخت دی.

مايکیتا د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګيږي. دغه کورنۍ د امنيتي دلایلو له مخې نه غواړي چې کورني نومونه ېې خپاره شي.

والارينا لومړی هسپانيا ته مهاجره شوه چې بیا وروسته پولند ته راغله. هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د نوي کال له پاره څه پلان لري ډير ساده وويل: «یوازې یو ځای اوسیدل.»

زیلنسکي د روسيې له نورو بريدونو خبرداری ورکړ

د هغوی تر څنګ یو بل اوکرايني سرتيری، ۴۲ کلن واسيل خومکو، له خپلې لور يانا او میرمنې ګالیانا سره یو ځای شول. دغه مور او لور د جګړې له کبله سلوالکيا ته مهاجر شوي، خو اوس بېرته کيف ته راغلي تر څو د نوي کال جشن يو ځای تېرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې روسي ځواکونو د اوکراین پر برېښنايي زیربناو خپلې حملې جاري ساتلي او د دې تمه نه شته چې نوی کال دې لوی او مجلل ولمانځل شي
دا په داسې حال کې ده چې روسي ځواکونو د اوکراین پر برېښنايي زیربناو خپلې حملې جاري ساتلي او د دې تمه نه شته چې نوی کال دې لوی او مجلل ولمانځل شيانځور: Vladyslav Musiienko/REUTERS

د کورنیو د غړو تر منځ مزاج د لس میاشتې مخکې په پرتله کله چې دوی د جګړې له کبله جلا کېدل ډير توپير لري. په فبرورۍ کې نارينه لکه پلار، خاوند او زوی مجبور ول چې پاتې شي په داسې حال کې چې د هغوی مېندې، ښځې او لوڼې په اورګاډو کې له هیواده بهر خوندي ځایونو ته وتل. هغه وخت د دوی د خداي په امانۍ او د اوښکو تویولو شېبو انځورونه پر تلويزیونونو او د نړۍ د ورځپاڼه پر لومړيو مخونو خپریدل.

د المان صدارعظم د نوي کال په مناسبت خپله وینا کې څه ویلي؟

د اورګاډي په اتم پليټ فارم کې یوه بله ځوانه جوړه هم یو ځای کیږي. ۲۳ کلنه ارسينیا کولومیتس د پوهنتون محصله ده چې اوس په ايټالیا کې ژوند کوي. هغه د خپل ملګري دانیل لیاشچينکو په ليدلو خوښه ده، خو د روسي ډرون او توغندويزو حملو ويره هم لري. 

هغې وويل: «ما پریکړه وکړه چې وېرې خو د [سفر] یوه برخه، خو د دوستانو سره د رخصتيو تېرول تر ټولو مهمه برخه ده. ځکه خو زه مې پر ويره غالبه شوم او دا دی اوس دلته یم.»

که څه هم دوی په کورونو کې برېښنا نه لري، خو لیاشچينکو وايي چې دی له خپلې کورنۍ او پيشو سره نوي کال راتلو ته شېبې شماري.

کیف: روسیه د پوځ د بیا رغوني پخاطر پنځه کاله غواړي

ناتالیا کونتونينکو له فنلده کیف ته راغلې. دا په اوکراین کې له جګړې له پيل راهیسې لومړی ځل دی چې له خپل ورور سيرهي کونتونینکو سره ویني. سیرهي او خپلوان ېې هم د هغې د لیدلو له پاره د اوکراین له مایکولایف څخه کیف ته راغلي دي. ناتالیا هم د نورو په څير وايي: «موږ د برېښنا ته انديښنه نه لرو، ځکه چې موږ ټول يو ځای يو او فکر کوم همدا تر ټولو مهمه خبره ده.»

دا په داسې حال کې ده چې روسي ځواکونو د اوکراین پر برېښنايي زیربناو خپلې حملې جاري ساتلي او د دې تمه نه شته چې نوی کال دې لوی او مجلل ولمانځل شي.

 mks/aa/(AP)

د اوکراین د جګړې پر موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: