1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

کیف: روسیه د پوځ د بیا رغوني پخاطر پنځه کاله غواړي

۱۴۰۱ دی ۱۰, شنبه

د اوکراین د دفاع د وزیر، اولیکسیې ریسنیکوف په نظر روسي پوځ یې په هیواد کي تر سختو تلفاتو وروسته د خپل بیرته منظم کیدو او تجدید کیدو پخاطر پنځه کالو ته ضرورت لري.

https://p.dw.com/p/4LbHp
Ukraine Russische Soldaten
انځور: Konstantin Mihalchevskiy/SNA/IMAGO

هغه نن په کیف کي وویل، چي « د روسیې د فدراسیون منظمي قواوي کیدلای سي په پنځو کالو کي بیرته عیاري سي او شاید هم په لسو کالو کي». په خبره یې دا د روسي راکټانو په مورد کي هم صدق کوي. خو ریسنیکوف د خپلو ځواکونو د تلفاتو په هکله څه ونه وویل. 
د ناټو په نظر هم روسان مجبوره وه، د اوکراین په جنگ کي « ډیر زیات ټانکونه، توپخانې او زره پوښونه دلاسه ورکړي او ډیرعسکر یې تلف سي».