1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دم.م.عمومي منشي: د طالبانو د ادارې له فعالیت څخه نا هیلي یو

حسین سیرت | ژباړونکې: گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ بهمن ۱۰, جمعه

د ملگرو ملتو عمومي منشي د طالبانو له ادارې سره د تعامل د دوام په اړه وویل چې د ټولشموله حکومت د جوړولو، بشري حقونو او ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه کې ناهیلي یو؛ خو له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې یې رضایت څرگند کړ.

https://p.dw.com/p/57lJ3
د ملگرو ملتو عمومي منشي په نیویارک کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې خبریالانو ته جواب ورکوي
د م.م. عمومي منشي وویل ،له طالبانو څخه د ټولشموله حکومت د جوړولو، بشري حقونو او ترهگرۍ سره مبارزې په برخه کې ناهیلي یو.انځور: Selcuk Acar/Anadolu Agency/IMAGO

د ملگرو ملتونو د سازمان عمومي منشي، انتونیو گوتیرش د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د طالبانو له ادارې سره د تعامل د دوام په هکله وویل چې دغه سازمان څلور هدفونه تعقیبوي: د ټولشموله ادارې جوړول، دبشري حقونو تأمین، له ترهگرۍ سره مبارزه او له مخدره توکو سره مبارزه!

د طالبانو له خوا واک ته د دوهم ځل له رسیدو څه د پاسه څلورو کلونو په تیریدو سره، ددغې ډلې اداره پرته له روسیې د بل هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه ده پیژندل سوې. خو د طالبانو چارواکو ویلي دي چې د ډیپلوماسۍ په ډگر کې یې ښې لاس ته راوړنې درلودې او د سیمې ډیری هیوادونه له هغوی سره تعامل لري.

بشري حقونه او د ټولشموله ادارې جوړول

د ملگرو ملتو عمومي منشي وویل چې باید ډاډ ترلاسه سي چې دافغانستان په ادارو کې ټول قومونه حضور لري او زیاته کړې یې ده چې د ټولشموله ادارې جوړول« د سولې د ټینگښت اساسي شرط بولي.»

گوتیرش ټینگار کړی دی چې د طالبانو له ادارې سره د تعامل له پاره، بشري حقونو په تیره بیا د افغانستان د ښځو او نجونو حقونو درناوی «بشپړ ضروري دی.»

خو د طالبانو ادارې په وار وار ټینگار کړی دی چې د ښځو حقونه او د ټولشموله حکومت جوړښت د افغانستان داخلي موضوعگانې دي او نور هیوادونه باید په دې برخه کې لاس وهنه ونکړي.

له مخدره موادو سره په مبارزه کې رضایت

د ملگرو ملتو عمومي منشي په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له مخدره توکو سره له مبارزې څخه رضایت ښودلی او ویلي یې دي چې:« د طالبانو له واکمنېدو راهیسې [له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې] معنی لرونکي پرمختگونه رامنځته سوي دي.»

ددغه کنفرانس د تحریري نسخې له مخې چې د ملگرو ملتو د عمومي منشي په ویبسایټ کې خپره سوې، گوتیرش ویلي دي چې د طالبانو له ادارې څخه د ټولشموله حکومت د جوړیدو، د ښځو د حقونو او له ترهگرو ډلو سره د مبارزې په برخه کی د نه عمل کولو له امله « ناهیلی دی.»

له ترهگرۍ سره د طالبانو د ادارې د مبارزې په هکله، گوتیرش وویل چې د هغو پیښو له امله اندیښمن دی چې د پاکستاني طالبانو په تړاو رامنځته سوي دي. هغه زیاته کړه:«اړتیا ده چې ډاډ ترلاسه کړو چې هیڅ ترهگر سازمان د افغانستان له خاورې د نورو هیوادونو په وړاندې فعالیت نه کوي.»

د طالبانو ادارې او د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ م کال په اکتوبر کې د سرحد په اوږدو کې سره ښکیل سول. پاکستان، افغان طالبان تورن کړي چې پاکستاني طالبانو ته یې د افغانستان په خاوره کې ځای ورکړی دی؛ خو په کابل کې د طالبانو ادارې تل دغه تورونه رد کړي دي.

د ملگرو ملتو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز دوام

د ملگرو ملتو عمومي منشي د ملگرو ملتو په دفترونو کې د ښځو د کار د بندیز دوام «د نه منلو وړ» وباله.

د طالبانو ادارې د ۲۰۲۳ م کال په اپریل کې افغان ښځې د ملگرو ملتو دسازمان په دفترونو کې له کاره منع کړې. گوتیرش ویلی دي:« موږ په ژوره توگه له دې واقعیت څخه چې ښځینه کارکوونکي زموږ دفترونو ته د تگ اجازه نه لري، ناهیلي یو.»

هغه زیاته کړې ده چې د ملگرو ملتونو ښځینه کارکوونکي کولای سي لاهم په سیمه کې کار وکړي. د ملگرو ملتو عمومي منشي وویل چې د طالبانو له ادارې سره نه تعامل، له هغوی سره د تعامل په پرتله ډیر خراب دی.

دا په داسې حال کې چې د ملگرو ملتو د سازمان د عمومي منشي مرستیالې، روزماري دیکارلو، په دا وروستیو کې د طالبانو له چارواکو سره په لیدنه کتنه کې، پر ښځو په تیره بیا د ملگرو ملتو د سازمان په بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو د بندیزونو په سملاسي توګه د لغوه کولو غوښتنه کړې ده. هغې افغانستان ته د سفر په ترڅ کې د ملگرو ملتو د سازمان له ښځینه کارکوونکو سره خبرې اترې کړې دي.