1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

WHO: په میلیونو افغانان روغتیایي مرستو ته اړتیا لري

۱۴۰۱ مهر ۱۷, یکشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د شدیدې انديښنې وړ روغتیایي وضعیت خبره کړې ده. د دغه سازمان په خبره تر ۱۸ میلیونه ډیر وګړي روغتیایي مرستو ته ضرورت لري. په ځانګړي توګه ښځې له کافي روغتیايي خدماتو محرومې دي.

https://p.dw.com/p/4HxJ2
Afghanistan | Patienten in einem Krankenhaus in Kabul
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د جمعې په ورځ ناوخته په افغانستان کې د روغتیایي ستونزو په هکله خپل تازه رپوټ کې یو وار بیا ټکان ورکوونکي ارقام خپاره کړل. نوموړي سازمان ویلي دي چې د افغانستان خلک له روغتیایي ستونزو سره لاس او ګریوانه دي او شاوخوا ۱۸،۱ میلیونه وګړي روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري.

د دغه سازمان په رپوټ کې راغلي دي پرله پسې طبیعي آفاتو، د غذایي خوندیتوب د نشتوالي زیاتیدل او د ساري ناروغیو خپریدو د خلکو ستونزې لا زیاتې کړي دي. سربیره پر دې نوموړي سازمان په افغانستان کې د خوراکي خوندیتوب د نشتوالي له کبله هم انديښنه ښودلې ده.

اړوند: سیګار: افغانستان د روزل شوو روغتیايي کارمندانو د کمښت له ستونزې سره مخ دی

د دغه سازمان د شمیرو له مخې په ۲۰۲۲م کال کې د هغو ماشومانو چې تر پنځو کلونو د کم عمر درلودونکي دي او د سوء تغذيې له کبله د روغتونونو په بیړنیو څانګو کې بستر شوي په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د شمیرو له مخې د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر میاشتې تر پایه پورې تر ۳۴ زرو ډیرو داسې ماشومانو ته رسیدګي شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې ټينګار کړی دی چې نوموړي سازمان د دغه هیواد په ۱۲۷ روغتیایي مرکزونو کې د روغتیایي خدماتو د کیفیت لوړولو، طبي او غیر طبي تجهیزاتو په برابرولو او د روغتیایي کارمندانو زیاتولو په برخه کې خپل ملاتړ جاري ساتلی دی.

هغه ډاکټرانې چې لا هم په افغانستان کې دي

د روغتیا نړیوال سازمان په رپوټ کې همدارنګه راغلي دي چې په دې وروستیو کې یي خپل روغتیایي خدمات لیري پرتو سیمو ته غځولي دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا ۱۳،۱ میلیونه انسانان په داسې سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي مرکزونه یي له کورونو څخه څو ساعته واټن لري او باید دغه فاصله په پښو شا ته پریږدي.

اړوند: هره میاشت ۱۰ زره ماشومان له لوږې خپل ژوند له لاسه ورکوي

دغه سازمان همدارنګه ویلي دي چې د روان کال د سپټمبر میاشتې تر پایه پورې یي د خپلو ۱۹ شریکانو په همکارۍ د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د لومړنیو روغتیايي خدماتو ۱۷۷ مرکزونه رامنځته کړي دي چې تر ۲۶۵ زرو ډیر کسان یي تر پوښښ لاندې راوستلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په لویو ښارونو کې د هغو له جملې څخه کابل او هرات کې د نا امنیو له کبله د تلفاتو زیاتیدو ته په اشارې سره ویلي دي چې په کابل، میدان وردګ، هرات او پروان ولایتونو کې یي ۶۰ امبولانسونه فعاله دي.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته د روغتیا نړیوال سازمان په دغه هیواد کې د روغتیایي نظام له پاشل کیدو څخه خبرداری ورکړ او په دې برخه کې یي د نړیوالې ټولنې د لا زیاتې پاملرنې او مرستې غوښتنه وکړه.

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په بندیدو سره په زرګونو روغتیايي مرکزونه وتړل شول او اوس د دغه هیواد په ډیرو برخو کې ښځینه داکترانې او کارمندانې شتون نه لري.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص