1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

«د طالبانو په واکمني کي رواني ناروغۍ زياته شوي دي»

محمد ميرويس اسلمي
۱۴۰۱ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

اروا پوهان وايي چې افغانستان کې د طالبانو له حاکمیت وروسته پر ولسي خلکو د محدودیتونو او سخت دریځیو له وجهې د روحي او رواني ناروغیو شمېرې په بېسارې توګه زیاتې شوي دي.

https://p.dw.com/p/4FXo2
Afghanistan | Frauenrechte | Proteste in Afghanistan
انځور: Wakil Kohsar/AFP

اروا پوهان وايي چې افغانستان کې د طالبانو له حاکمیت وروسته پر ولسي خلکو د محدودیتونو او سخت دریځیو له وجهې د روحي او رواني ناروغیو شمېرې په بېسارې توګه زیاتې شوي دي.

د يو شمير ولسي افغانانو او کارپوهانو سره مرکو ښودلې چي په افغانستان کي د روحي او رواني ناروغانو شمير زيات شوی دی. کارپوهان وايي چي په زياته په افغانستان کي وروستي تغيرات او په نتيجه کي يې پر ولسي خلکو محدوديتونه او قيودات د رواني ناروغيو د زياتېدو لامل شوي دي.

په کابل کې د رواني ناروغیو ډاکټر شرف الدین عظیمي دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: « په رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر په تیر

یوه کال کې په بېسارې توګه زیات شوی دی. خلکو په ځان باور له لاسه ورکړی او د رواني فشارونو او وزګارتیا له لاسه اعتیاد او نشې توکو ته مخه کوي.»

په هرات کې د رواني ناروغیو کارپوه وحید میرزبان په خبره د رواني ناروغیو له امله آن زيات شمېر ځوانان کړيږي.

هغه ډاکټرانې چې لا هم په افغانستان کې دي

نوموړی زیاتوي، د نړیوالې ټولنې روغتیايي پروژې به د ورته ناروغیو په کموالی کې مرسته وکړي: « موږ هره ورځ د دې شاهد یو چې د رواني نارغیو کچه مخ پر ډېرېدو ده. زما وړاندیز دا دی چې نړیواله ټولنه د روغتیا، په ځانګړي توګه د رواني ستونزو په برخه کې افغانستان ته پام واړوي.»

د اعصابو ناروغیو ډاکټران بیا وايي چې روان کال کې په عصبي ناروغیو اخته کسان روغتیایي مراکز کې په بېسارې توګه مراجعه کوي چې روغتیاي وضعیتونو یې د اندېښنې وړ وي.

د هرات د حوزوي روغتون د رواني او عصبي څانګي مسوول ډاکتر ندیم محمدي وایي، په ورځني توګه د ۲۰۰ په شاوخوا کې ناروغان یاد روغتون ته مراجعه کوي چې د ځینې یې بستر کېږي.

هغه وویل: « په مجموع کې په ورځنی ډ‌ول ۲۰۰ ناروغان مراجعه کوي چې له ۲۰بیا تر ۲۵ تنو روغتیاي وضعیت خراب وي او بستر کېږي. پاتې کسان د رواني ناروغي مشورې او نسخې ترلاسه کوي.»

روغتیا پوهان په دې باور دي چې یوازي هغه کورنۍ روغتیاي مراکزو ته مراجعه کوي چې د عامه پوهاوی کچه یې لوړه وي خو لرو پرتو سېمو کې د عامه پوهاوی نه شتون او د سواد کچې ټيټوالي له کبله روغتیايي مراکزو ته نه ځي او ډېرې ښځې دغو سیمو کې له روغتیایي اسانتیاوو برخمنې نه دي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند؟

 د طالبانو حکومت تر چتر لاندې يو شمير کسانو ویلي دي چې د دوی په تېر یو کال کې د طالبانو له خوا سخت دریځي، د ازادۍ سلبیدلو او د خلکو و بشري حقونو ته د نه پاملرنې له کبله کړيږي.تېر یوه کال کې پر مخکیني افغان پوځ څه تېر شول؟

د تېر نظام د ملي اردو یوې سرتېرې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو په یوه کال واکمني کې د نورو ستونزو پر سربېره له رواني ناروغیو او فشارونو رنځ وړي.

پاکستان؛ هغه میرمن چې د خپلې اولاد له پاره یې دودونه مات کړل

هغه د ستارې په مستعار نامه سره مرکه کې وویل: « اوس په افغانستان کې یم او په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوم؛ د طالبانو تر حاکمیت وروسته مجبوره شوم چې خپل کور پرېږدم او یو بل ځای کې ژوند وکړم. طالبانو زموږ د همکارانو له ډلې څخه څو تنه د بیلابیلو بهانو په موخه وګواښلې او تر جبر او سختې لاندې یې راوستلې. دا تولې ستونزې زما پر روح او روان منفې اغېزې کړي او دا ښیي چې طالبان لکه د تېرې دورې په شان یې دي.»

ستاره یوازنۍ اوسېدونکې نه ده چې وايي تر رواني فشارونو لاندي ده.همدا راز لېمه هم چې د کابل اوسېدونکې ده، تېر یوه کال کې د طالبانو واکمني تر چتر لاندې د خپل تریخ ژوند تېرولو کیسه کوي.

لېمه وایي: « له ښوونځي او کار څخه د نجونو او ښځو منع کول، پوهنتونو او نورو برخو کې قیودات د نورو په شان له روحي ستونزو سره لاس او ګریوان کړې یم.»

د غزني ولایت یو تن اوسېدونکی امین الله د خلکو ژوند ډک له مایوسۍ او کړاونو بولي.

د کابل سقوط؛ د طالبانو د چټک پرمختګ لاملونه څه ول؟

هغه وایي، د یو ځوان په توګه په تېر یو کال کې وزګارتیا، ناامني او مهاجرتونه ورته ډېر ځورونکي دي.

 هغه وایي: « وېره او وحشت خواره دي او بیکاري په مستقیم ډول زموږ په ژوند منفي اغیز کړی. شپه او ورځ هڅه کوو چې یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړو. مجبوره یو چې مهاجر شو خو دا هم د مرګ او ژوند مسئله ده چې موږ یې تر سختو رواني فشارونو لاندې راوستي یو.»

کارپوهان وايي چي په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړې د دې هېواد يو شمير وګړي په رواني او روحي ناروغيو اخته کړي دي. له دې سره چې په تیره یوه لسیزه کې د رواني ناروغیو سلګونه ډاکټران او ارواپوهان په همدو رشتو کې زده کړي ترسره کړي خو پر دې سربېره پر رواني ناروغیو ډېری اخته کسانو ته د لیوني خطاب کېږي او ډاکټرانو ته نه وړل کېږي. 

هڅه مو وکړه چې د طالبانو حکومت نظر هم واخلو خو په وار وار اړېکه ټنګولو سره سره بریالي نه شوو.