1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تاريخآسیا

تېر یوه کال کې پر مخکیني افغان پوځ څه تېر شول؟

امید دیدار
۱۴۰۱ مرداد ۲۴, دوشنبه

د افغانستان د جمهوري نظام له پرځولو وروسته د افغانستان د مخکیني پوځ غړي لکه د نورو افغانانو له نامالوم برخلیک سره مخ شول. که څه هم طالبانو د کابل له نیولو وروسته ټولو ته عمومي بښنه اعلان کړه؛ خو پر دوی څه تېر شول؟

https://p.dw.com/p/4FW8X
Afghanistan | Konfliktregion in Nahost
انځور: Reza Shirmohammadi/AFP/ Getty Images

د ۲۰۲۱ زیږدیز کال اګست کې د افغانستان د جمهوري نظام له پرځولو وروسته د طالب واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د افغانستان د مخکیني پوځ غړي لکه د نورو افغانانو له نامالوم برخلیک سره مخ شول. که څه هم طالبانو د کابل له نیولو وروسته ټولو ته عمومي بښنه اعلان کړه؛ خو بیا هم د پوځ غړي اړ و، چې له طالبانو یې باید د تسلیمۍ ځانګړې پاڼې تر لاسه کړي وای.

که څه هم له سقوط وروسته امریکا د افغان مخکیني وسله وال پوځ لسګونه زره غړي او د هغوی کورنۍ له هېواده وویستلې؛ خو سلګونه زره نظامیان په یوه مبهم حالت کې پرېښودل شول. اساسي پوښتنه داده، چې طالبانو په یوه کال واکمنۍ کې له افغان نظامیانو سره څه وکړل او ايا دغه ډله د خپل مشر د عفوې د فرمان ته ژمن پاتې شول؟

د افغانستان د پاشل شوي پوځ یو پخوانی ویاند، جنرال رادمنش دویچه ویله سره خبرو کې وویل، لا هم هره ورځ د افغان پوځ او خاصو قطعاتو لوړ رتبه او ټیټ رتبه افسران او سربازان د طالبانو له لوري په یوه او بل نوم وژل کېږي. د جنرال رادمنش د شمېرو له مخې، طالبانو په یوه کال کې د مخکیني افغان پوځ تر زرو زیات غړي وژلي، تر پنځو سوو یې وهل، ټکولي او شاوخوا پنځه زره یې په بېلابېلو ولایتونو کې زنداني کړي دي.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځورانځور: Parwiz/REUTERS

نوموړي وویل:« متاسفانه هره ورځ پوځیان او خصوصآ هغه کسان چې مقاومت سره اړیکې لري، وهل ټکول کېږي او زندان کې اچول کېږي. تر اوسه له زرو زیات نظامیان وژل شوي، له پنځو سوو زیات ټکول شوي او له پنځو زرو زیات زندانونو کې اچول شوي دي.»

هغه زياته کړه چې طالبان د افغان پوځ مخکینیو غړي تر ډېره مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور نیسي او هغوی شکنجه کوي. جنرال رادمنش وویل، طالبان په ډلو ویشل شوي او هره ډله په خپل سر او د خپلو شخصي علایقو له مخې پخواني نظامیان نیسي او په زندانونو کې یې تر شکنجې لاندې نیسي.

ډګروال متین، چې ځان د افغانستان د مخکیني اردو له بنسټګرو ګڼي دویچه ویله ته وویل، د طالبانو له راتلو وروسته یې داسې ګڼله چې دغه ډله به د خپلې عفوې فرمان ته ژمنه وي؛ خو ډېر ژر پوه شول چې طالبان د افغانستان د نظامي ارګانونو غړي نیسي، وژني یې او په زندانونو کې یې شکنجه کوي.

هغه وویل، طالبانو له سقوط وروسته په کندهار، ارزګان، ننګرهار، بغلان، کندوز، پنجشیر او ځینو نورو ولایتونو کې په مرموز ډول ګڼ شمېر پخواني نظامیان ووژل او له ځینو یې آن سرونه هم پرې کړي وو، چې وروسته یې جسدونه په کانالونو او بیدیاوو کې وموندل شول.

ډګروال متین وايي:« دوی چې راغلي ډېر شمېر نظامیان یې په شهادت رسولي. اوس یې هم تقیبوي. د دوی ټولې خبرې دروغ وې. دوی کې بدلون نه دی راغلی.»

ډګروال متین هم وویل، چې دا اوس د طالبانو د حکومت په زندانونو کې تر پنځو زرو پخواني نظامیان شته او ښايي دا شمېر نور هم لوړ شي.

د افغانستان د پوځ مخکینی غړی جنرال اسد شیرزاد هم دویچه ویله ته وویل، طالبان د افغانستان د مخکیني پوځ غړي او نظامیان د نورو په لمسه نیسي، یا یې شکنجه کوي او یا یې هم له منځه وړي. جنرال اسد شیرزاد وايي، د طالبانو د دغه ډول کړنو له امله زرګونه نظامیان له هېواده وتلي او اوس په نورو ملکونو کې په « ډېر» بد حالت کې ژوند کوي او ځینې پاتې کسان په دې هڅه کې دي، چې له هېواده ووځي. نوموړي وویل، په دغسې حالاتو کې د پوځ غړي او نظامیان د خپل ژوند د ژغورنې او عزت ساتلو په په نیت اړ کېږي، چې د طالبانو مخالفو جبهو ته ولاړ شي او یا هم له هېواده وتلو ته زړه ښه کړي.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځورانځور: Mohammad Ismail/REUTERS

پر افغان نظامیانو څه تېرېږي؟

دویچه ویله زیات شمېر داسې پیغامونه تر لاسه کړي، چې د پخواني حکومت نظامیانو پکې ادعا کړې، چې دوی نیول شوي، شکنجه شوي او کورنۍ یې ګواښل شوي دي. موږ یې د بېلګې په توګه څو نمونې خپروو؛ خو د مرکه کېدونکیو نومونه، د پخوانۍ دندې ځای او سیمه یې د هغوی په غوښتنه نه ذکر کوو.

د کندوز ولایت یوه اوسېدونکي، چې غواړي نوم یې په رپوټ کې خپور نه شي ادعا کوي، مشر ورور یې د افغان پوځ افسر و، چې له سقوط وروسته طالبانو ونیوه او وروسته یې وواژه.

نوموړي وویل: «ورور مې شهید شو، مخکیني نظام کې و. تېر کال شهید شو.» دغه کس چې اوس هم په هېواد کې اوسي، د طالبانو د حکومت له ډاره په دې اړه ډېرې خبرې ونه کړې.

په هند کې مېشت سرتېري افغانستان ته له ستنېدو وېره لري

د مخکیني پوځ د ۹۰۵ ځانګړې قطعې افسر چې موږ یې په حامد مستعار نوم یادوو دویچه ویله ته وویل، یو بل ورور یې هم په همدغې قطعې کې افسر و؛ خو له سقوط وروسته طالبانو ته تسلیم نه شول او همداسې یو ځای او بل ځای اوسېدل. دی وايي، ورور یې د روان لمریز کال د حمل میاشتې پر دویېمه نېټه طالبانو نیولی و؛ خو دوی یوه میاشت مخکې خبر شول، چې اوس کابل کې د ملي امنیت په ۴۰ ریاست کې بندي دی؛ خو له روغتیايي حالت یې خبر نه لري.

نوموړی وايي:« په ځانګړي ډول هغه کسانو چې په خاصو قطعاتو کې کار کړی وي، په هېڅ صورت یې نه پرېږدي او وژني یې. اوس موږ ایران کې یو؛ خو ډېر بد حالت کې یو.»

د پخواني نظام د ملي امنیت یوه افسر دویچه ویله ته وویل، له سقوط وروسته یوې سیمې د طالبانو له ډاره پټ شوی و؛ خو طالبانو پیدا او ونیوه، چې بیا په ضمانت خوشې کړای شو.

نوموړي افسر وویل، له خوشې کېدو وروسته یې د ځان خوندیتوب په پار له هېواده پښې سپکې کړي او اوس له هېواده بهر دی؛ خو کورنۍ هره شېبه په خطر کې ده او د طالبانو له لوري ورته ګواښونه کېږي.

هغه وویل:« دوی زما په کور چاپه ووهله، زما ورور یې یوړ او بندي یې کړ. دوی ورته ویل چې زوی مو حاضر کړئ. له هغوی یې ضمانت اخستی، چې ما به ورسپاري. زه همداسې راروان شوم او له هېواده راووتم. وروسته یې زما د کاکا زوی چې زما ضمانت یې کړی و نیولی او وهلی و.»

د ملي امنیت دغه افسر اوس المان کې دی وايي، دلته یې هم ژوند سخت او اسناد نه دي ورکړل شوي. د دې افسر پلار هم شاوخوا دوه کاله مخکې وسله والو خپل کور سره نیږدې وژلی و.

د مخکینۍ افغان کومانډو یو افسر دویچه ویله ته د نوم او سیمې د نه خپرولو په شرط وویل، طالبان ورته له مختلفو شمېرو زنګ وهي او د مرګ ګواښونه ورته کوي؛ خو اوس ده خپل ځای بدل کړی او یوه خوندي ځای کې اوسي؛ خو په ډار او ویره کې ژوند کوي. نوموړي وویل، طالبانو ته یو ځل په لاس ورغلی و؛ خو بیا په واسطه پرېښودل شو.

دی وايي:« ماته له مختلفو شمېرو زنګ وهي، چې تاسې مرتد یئ وژنو مو. د نورو ملګرو په اړه رانه پوښتنې کوي. د دوی د ظلم له امله اوس بل ځای کې اوسم.»

دویچه ویله داسې کورنۍ هم پیدا کړې، چې په وينا يې د کورنۍ پوځيان غړي یې له سقوط وروسته په یوه او بل نوم وژل شوي. خو دغه کورنۍ وايي چي له ډاره خبرو کولو ته نشي حاضريدلای. پر افغانستان د طالبانو د حکومت په یوه کلنه دوره کې پر خواله رسنیو داسي زيات شمير ويډيوگاني خپرې شوي دي چي ادعا کيږي چي د پخوانیو نظامیانو د شکنجې، نیونې، ټپې کولو پر وخت جوړي شوي دي. د دغو وډيوگانو په هکله ادعاوې شوي، چې دا کار طالبانو کړی؛ خو طالبان دغه ادعاوې ناسمې بولي.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځورانځور: Reza Shirmohammadi/AFP/ Getty Images

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مخکینۍ رییسې شهرزاد اکبر دویچه ویله ته وویل، له سقوط وړاندې هم طالبانو د افغان نظامیانو او د هغوی له کورنیو سره هم تاوتریخوالی کړی دی. هغې وویل، د افغانستان د جمهوري حکومت د سقوط په لومړۍ ورځو او راوروسته یو کال کې هم دوی د مخکنیو نظامیانو، چې له سقوط وروسته ملکي وګړي حسابېږي، د مرګ، ژوبلې او ازار او اذیت رپوټونه تر لاسه کړي دي.

نوموړې وویل:« کله چې عسکر تسلیمېدل، دوی د ټولو دیني او بشري حقونو د اصولو خلاف په ډزو ویشتل. د مخکینیو نظامیانو ویشتل شرعآ جواز نه لري. دوی د عفوې فرمان ته ژمن نه دي.»

خو له دې ټولو ادعاو سربېره هم افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت نه مني، چې ګنې د دوی له لوري دې مخکیني نظام سره د اړیکو په تور څوک یا وژل شوي، ټپي شوي او یا زندان ته اچول شوي وي. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي دویچه ویله ته وویل، دوی د خپل مشر هیبت الله اخونزاده د بښنې فرمان ته ژمن دي او د دوی د حکومت د پالیسۍ له مخې هېڅوک نه تعقیبوي.

نوموړي وویل:« البته که د شخصي خصومت له امله چاته زیان رسېدلی وي، یا د مجاهد له نوم چا استفاده کړي وي، د هغوی پر ضد اسلامي امارت ګامونه اخستي. هغه کسان چې تخلف یې کړی آن زندانونو کې دي. د حکومت له لوري د پخوانۍ ادارې کارکوونکیو ته هېڅ زیان نه شته.»

آیا بهر میشته پوځي محصلین بیرته هیواد ته ستنیږي؟

نوموړي وویل، د مخکیني پوځ ډېر شمېر غړي چې د دوی په ټکو، جرمي سابقه نه لري، دوی دندو ته ورغوښتي او اوس عملآ په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

د کونړ ولایت یوه اوسېدونکي چې غواړي په رپوټ کې یې نوم خپور نه شي دویچه ویله ته وویل، د پخواني پوځ په تخنیکي برخو کې یې کار کاوه، طالبانو ورغوښتی او اوس پر دنده بوخت دی؛ خو ویره او ډار ورسره دی او په خپل وخت معاش هم نه ورکول کېږي.

د پوځ کمزوري که لوبه؟

کله چې په دوحه کې د طالبانو، مخکیني حکومت او امریکا تر منځ د سولې خبرې روانې وې، ورسره د طالبانو د بیا راتلو او یا په حکومت کې د ورګډېدو ګونګوسې وې؛ خو داسې ګومان هم کېده، چې که طالبان په هر ډول بېرته راګرځي، د پوځ په څېر ډېر ملي بنسټونه به پر خپل ځای پاتې وي.

خو کله چې د جمهوريت وروستي کال کې جګړه له ولسوالیو ښارونو او آن تر مرکز کابله ورسېدله؛ ورو، ورو پوځ شاتګ او دفاعي حالت غوره کړ. دا خبره د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني یوې خصوصي رسنۍ سره په خپلې وروستۍ مرکه کې هم تایید کړې ده.

سيګار: د افغان ځواکونو د سقوط لامل د دوحې تړون وو

هغه د پوځ د شاته کېدو پړه پر امریکا اچولې او ویلي یې دي، چې امریکا افغان پوځ په دفاعي حالت کې پريښی و، چې په داسې حالاتو کې اردو له منځه ځي.

ښاغلي غني ویلي:« امریکا زموږ اردو په دفاعي حالت کې واچوله، نیمه اردو شهیده او نیم تقاعد شول. کله چې داسې حالت راشي، اردو خپله له منځه ځي.»

د افغانستان د مخکیني پوځ ویاند جنرال محمد رادمنش هم پوځ ته د مرکزي حکومت او په ځانګړي ډول د ارګ نه پاملرنه او په اکمالاتو کې ستونزې د پوځ د خرابۍ او ورپسې د پاشل کېدو لوی عوامل ګڼي.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځورانځور: AP

هغه وايي، په لوی لاس د باتجربه او پخوانیو جنرالانو تقاعدول او پر ځای یې د نامسلکي او کم‌عمره کسانو ګومارل د پوځ او په ټوله کې د افغان نظامیانو پر روحیې او دندو منفي اغېز کړی و.

نوموړي وویل:« د ارګ د فساد له امله اردو ته اکمالات نه کېده. همدارنګه د جنرالانو تقاعد او نااهله کسان د اردو او خاصو قطعاتو په سر کې و، چې له امله یې وضعیت ور تر بلې له کنټروله ووت.»

دا پخوانی جنرال پر مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني تور پورې کوي، چې د حکومت او افغان نظامیانو په تسلیمۍ کې یې لاس درلود؛ خو محمد اشرف غني په دې برخه کې نړیواله ټولنه او افغان سیاسیون ملامتوي.

د مخکیني جمهوري حکومت نظامیان او د پوځ غړي پر دوی او د دوی پر کورنیو د اوسني راغلي حالت لامل د مخکیني جمهوري حکومت غلطه پالیسي او پوځ ته نه پاملرنه ګڼي.

د راپورونو تر مخه او خپله د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د یوې بیانیې پر اساس د هغه په لومړۍ پنځه کلنه دوره کې ۴۵زره افغان ځواکونه طالبانو سره په مخامخ جګړه او بریدونو کې وژل شوي. په دویمه نیمه دوره کې یې هم هره ورځ د ګڼ شمېر نظامیانو د مرګ، ژوبلې خبرونه خپرېدل. شنونکیو، پوځیانو او عامو خلکو ته د حکومت سقوط لوبه ښکاري او پوښتنه یې ده، چې که چېرې طالبانو په دومره اسانۍ حکومت نیوه، نو د لسګونه زرو نظامیانو وژلو ته کم نوم ورکړي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل