1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

هره میاشت ۱۰ زره ماشومان له لوږې خپل ژوند له لاسه ورکوي

۱۳۹۹ مرداد ۷, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو په خپل یوه نوي رپوټ کې ویلي دي چې د کرونا ویروس د وبا له امله د خوراکي موادو د نه رسیدو او کمښت په دلیل به، د دې وبا د یوه کال په پوره کیدو سره ۱۲۰ زره ماشومانو به له لوږي خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

https://p.dw.com/p/3g1WZ
Coronavirus Indien Kolkata Kinder warten auf Lebensmittel
انځور: AFP/D. Sarkar

د ملګرو ملتونو د یوه نوي رپوټ پر بنسټ د کرونا وبا له امله د خوراکي توکو انتقال ستونزمن شوی دی چې له کبله هره میاشت نږدې ۱۰۰۰۰ ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي. سربیره پر دې د مناسب خوراک نه ترلاسه کولو له امله هره میاشت تر۵۵۰۰۰۰ ډیر ماشومان د نورو جسماني او روغتیایي ستونزو ښکار کیږي.

د ملګرو ملتونو مختلفو ادارو ویلي دي چې د دې اوږدمهاله اغیزې کیدای شي په راتلونکي کې د یوه مکمل نسل د تباهۍ سبب شي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د تغذیي د څانګې مشر فرانسکو برانکا وایي: «د کوووید-۱۹ بحران له امله د غذایي امنیت اغیزې به د راتلونکو څو کلونو له پاره احساسیږي. دا به خپلې ټولنیزې اغیزې هم پریږدي.»

له لاتین امریکا نیولې تر سویلي آسیا او بیا د افریقا تر نیمه صحرا یي هیوادونو پورې به، د پخوا په پرتله په راتلونکي کې لا زیاتې کورنۍ د خوراک له قلت سره مخامخ شي.

په اپریل میاشت کې د خوراک نړیوال پروګرام مشر ډیوډ بیسلی، خبرداری ورکړی وو چې کیدای شي د کرونا ویروس له کبله په نړۍ کې د ولږې او قحطۍ وضعیت رامنځته شي.

نوموړي ادارې په فبرورۍ میاشت کې په خپل یوه رپوټ کې ویلي ول چې په ونزیویلا کې په هرو دریو کورنیو کې یوه یې له ولږې سره مخامخ ده. په دغه هیواد کې لا پخوا د قیمتونو د لوړوالي له امله د خلکو معاشونه له هیڅ سره برابر شوي او په سلګونو زره کسانو د نورو هیوادونو پر لور مهاجرت ته مخه کړې وه او تر هغه وروسته بیا د کرونا وبا هم ور ورسیدله.

د ونزیویلا د سرحدي ایالت تاچیرا په یوه روغتون کې داکتر فرانسکو نیئتو ویلي دي: «دوی ته هره ورځ لږ تر لږه یو ماشوم چې سوء تغذي وي راوړل کیږي. په می مياشت کې تر دوو میاشتو قرنطين وروسته دوی ته ۱۸ میاشتني غبرګولي ماشومان راوستل شوي وو چې د لوږي له امله یي یوازې د بدن اسکلیټ پاتې وو. د دغو ماشومانو مور بې روزګاره وه او له خپلې مور سره اوسیدله. دغې میرمنې ویلی چې یوازې په جوش کړو کیلو یې ګزاره کوله.»

داکټر فرانسکو وایي کله چې ماشومان روغتون ته راوستل شول نو په هغه وخت کې ډير ځنډ شوی وو د هغو له جملې څخه یو ماشوم ۸ ورځې وروسته مړ شو.

Jemen |  Unterernährtes Kind
د کرونا ویروس او کورنۍ جګړې له امله په یمن کې د ماشومانو د سوء تغذي ستونزه جدي دهانځور: picture-alliance/dpa/AA/M. Hamoud

د ملګرو ملتونو سازمان څلورو ادارو د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، د خوراک نړیوال پروګرام او د خوراک او زراعت ادارې په نړیواله کچه د ولږې د معاضلې کنترول له پاره په عاجل ډول د ۲،۴ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

د یونیسف د تغذیې پروګرام مشر وکتور اګایو وایي چې د پيسو کمښت پر خپل ځای، خو د کرونا ویروس له امله پر تګ راتګ د بندیز له امله ډیر خلک د علاج له پاره روغتیایي اسانتیاو ته هم لاسرسی نه لري.

وکتور اګایو وایي چې ښوونځي تړلي دي، د ابتدایي روغتیایي مرکزونو خدمات اغیزمن شوي، د تغذیې پروګرام بند دی چې دا ټول زیان رسونکي دي. نوموړي په دې برخه کې د ویټامین ای رسونې د پروګرام بیلګه وړاندې کړه چې تقریباً بند دی. په داسې حال کې چې دا د بدن د دفاعي سیستم په تقویه کولو کې مهم رول لري.

په افغانستان کې هم د خلکو پر تګ راتګ د بندیز له امله خلک نه شي کولی خپل سوء تغذي ماشومان روغتون ته بوزي، په داسې حال کې چې دوی درملنې ته ډیر سخت ضرورت لري.

په کابل کې د اندار ګاندهي روغتون د ماشومانو د ناروغیو داکتر نعمت الله امیري وایي چې اوس یوزاې له دریو تر څلور ماشومان دوی ته راوړل کیږي، په داسې حال کې چې تیر کال د دوی شمیر لس برابره زیات وو.

دا چې ماشومان روغتون ته نه راوړل کیږي، نو د مسئلې د جدیت معلومول هم مشکل دی. خو د جان هاپکنس پوهنتون د یوې تازه څیړنې په حواله د پنځو کلونو د کم عمر لرونکي تر۱۳۰۰۰ ډیر نور ماشومان به هم خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د یونیسف په حواله افغانستان د لوږي له پلوه په سور یعنې خطرناک زون کې قرار لري. په جنورۍ کې د خوارځواکۍ ښکار ماشومانو شمیر له ۶۹۰۰۰۰ څخه ۷۸۰ زرو ته لوړ شوی وو. یا په بل عبارت د خوارځواکو ماشومانو شمیر ۱۳ سلنه لوړ شوی وو.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز