1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په افغانستان کې د روزل شوو روغتیايي کارمندانو د کمښت ستونزه

۱۴۰۰ اسفند ۲۲, یکشنبه

د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې ویلي دي چې افغانستان د ډیري مودې راهیسې د تجربه لرونکو روغتیایي متخصصینو له کمښت سره مخ دی. نړیوال روغتیایي پروګرام په ۲۸ ولایتونو کې د شدیدې سوء تغذیي خبر وکړی.

https://p.dw.com/p/48PsK
Afghanistan | Coronavirus | Hospital in Kabul
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) په خپل تویتر کې لیکلي دي چې افغانستان د یوې مودې راهیسې د روغتیايي مراقبتونو د روزل شوو متخصصینو د کمښت له ستونزې سره مخامخ دی.

سیګار لیکلي دي چې افغانستان په ۲۰۱۸ م کال کې د هرو ۱۰ زرو کسانو پر سر په اوسط ډول شاوخوا ۴ داکتران، نرسان او قابله ګانې درلودل، چې دا د نړیوال روغتیایي سازمان له معیار څخه ډیر لږ وو.

د روغتیا نړیوال سازمان د معیار مطابق پر هرو ۱۰ زرو کسانو په اوسط ډول باید ۲۳ تنه داکتران موجود وي.

سیګار لیکلي دي چې د تیر نظام تر پاشل کیدو وروسته او د روغتیایي کارمندانو د معاشاتو د ورکولو په برخه کې د طالبانو ناتوانايي د دې سبب شوی دی چې روغتیايي کارمندان له خپلو دندو لاس واخلي.

بل لور ته د روغتیايي مراقبت ډیري کارمندان د بی اطمینانۍ او امنیتي شرایطو له امله له هیواده وتلي دي.

په ورته وخت کې د رواغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د شدیدې سوء تغذي د زیاتیدو خبره کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) نن یکشنبه په خپل تویتر کې لیکلي دي د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۸ ولایتونو کې تر ۳،۵ میلیونو ډیر ماشومان ملاتړ او د سوء تغذي درملنې ته اړتیا لري.

نوموړي بنسټ ویلي دي چې ډیري دغه ماشومان د تمویلونکو په مرسته د سوء تغذي درملنې ته لاسرسی لري. په افغانستان کې ډیر سکتورونه په ځانګړي توګه د روغتیا سکتور په تیرو شلو کلونو کې پر بهرنیو مرستو پورې تړلي ول، خو د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته، په دې هیواد کې ډیري روغتیایي پروژې درول شوي دي.

اوس د کرونا ویروس او د شري ناروغۍ د خپریدو سربیره د دغه هیواد روغتیايي نظام د پاشل کیدو په درشل کې دی. د ځینو شمیرو له مخکې په افغانستان کې ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونه بند شوي دي.

سربیره پر دې د طالبانو واک ته تر رسیدو، بهرنیو مرستو بندیدو او مالي محدودیتونو وروسته په دغه هیواد کې فقر او ولږه زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د بشري ناورین رامنځته کیدو څخه خبرداری ورکړی او له دغه هیواد سره یي د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص