1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

امریکا پر ایران نور کوم بندیزونه وضع کوي؟

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲, یکشنبه

د امریکا د استازو مجلس د شنبې په ورځ د ایران پر وړاندې یو شمیر تنبیهي اقدامات تصویب کړل. دغه اقدامات له اوکراین، اسرائیل او د امریکا له نورو متحدینو سره د دغه هیواد د بهرنیو مرستو د طرحې د تصویب په جریان کې شوي دي.

https://p.dw.com/p/4f18h
Fahnen von USA und Iran
د امریکا د استازو مجلس د ایران پر وړاندې هم څو الحاقي لایحې تصویب کړيانځور: Ohde/ Bildagentur-online/picture-alliance

د شنبې په ورځ (د اپریل میاشتې په ۲۰ نیټه) د امریکا متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې له اوکراین، اسرائیل او د دغه هیواد له متحدینو سره د دغه هیواد د بهرنیو مرستو په چوکاټ کې د ایران پر وړاندې هم څو الحاقي لایحې تصویب کړې. 

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو مرستو د بستې په چوکاټ کې د ۳۶۰ موافقو او ۵۷ مخالفو رایو سره د ایران پر وړاندې تنبیهي یا جزایي اقدامات تصویب کړل.

پر ایران د بندیزونو سربیره، د امریکا د استازو مجلس د روسیې پر وړاندې د اوکراین د جګړې د ملاتړ له پاره د ۶۱ میلیارده پوځي ملاتړ مرستې بسته تصویب کړه.

د امریکا د استازو مجلس همدارنګه د اسرائیل او تایوان له پاره هم د نظامي مرستو بستې د رایو په قاطع اکثریت سره تصویب کړې.

«په ۲۱ پيړۍ کې د قدرت له لارې سوله»

د ایران پر وړاندې نوي تنبیهي اقدامات د چهارشنبې په ورځ د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې د مشر مایکل مک کال له خوا «په ۲۱ پيړۍ کې سوله د قدرت له لارې» تر عنوان لاندې بستې په چوکاټ کې وړاندې شوي وو.

د هغه په وینا «په ۲۱ پيړۍ کې سوله د قدرت له لارې قانون» تر ټولو جامع بندیزونه په ځان کې را نغاړي چې د امریکا کنګرې په دې وروستیو کلونو کې د ایران پر وړاندې تصویب کړي دي.

د بلومبرګ خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د دې مجموعې یوه برخه «شیب» ده چې اوس د ایران پر وړاندې به د امریکا نفتي بندیزونه لا پراخې کړي.

پر ایران اقتصادي بندیزونو ددغه هیواد توریزم زيانمن کړی

د دې طرحې له مخې به پر ټولو هغو بندرونو، کښتیو او بهرنیو تصفیه خانو چې په اګاهانه توګه د ایران د اومه نفتو او نورو اړوندو موادو په لیږد را لیږد کې ښکیل دي، بندیز لګول کیږي.

سربیره پر دې دغه بندیزونه «ثانوي بندیزونه» هم په بر کې نیسي چې د چین ټولې هغه مالي موسسې چې د ایران له تحریم شوو بانکونو سره د نفتو د خریدارۍ معاملات کوي هم په نښه کوي.

د بلومبرګ د لیکنې په اساس د ایران د یو نیم میلیونه بوشکو صادراتي نفتو چې په ورځني حساب یې تولیدوي، تر ۸۰ سلنې ډیر یې د چین خپلواکه تصفیه خانو ته انتقالیږي.

په سنا کې رایه اچونه

د استازو په مجلس کې تصویب شوې بستې به په راتلونکو ورځو کې د امریکا سنا مجلس ته وړاندې شي. په هغه صورت کې چې دغه جزایي اقدامات د سنا مجلس له خوا تصویب او د امریکا د ولسمشر جو بایډن له خوا لاسلیک شي، پر یوه قانون بدلیږي.

د «مهسا قانون» د هغې مسودې یوه برخه تشکیلوي چې اوس د دویم ځل له پاره د امریکا د استازو له مجلس څخه تیر شوی دی. دغه طرحه د لومړي ځل له پاره د تیر کال په سپټمبر میاشت کې د استازو په مجلس کې تصویب شوې وه.

د امریکا په سنا کې د «مهسا قانون» د تصویبیدو په صورت کې د امریکا ولسمشر مکلف دی چې پر ټولو هغو لوړپوړو ایراني چارواکو، د هغو له ډلې د ایران پر مذهبي مشر علي خامنه ای او د دغه هیواد پر ولسمشر ابراهیم رئیسي بندیز ولګوي، چې په دغه هیواد کې بشري حقونو تر پښو لاندې کوي.

د دې طرحې له مخې د امریکا حکومت موظف دی چې په هرو ۹۰ ورځو کې یو ځل په ایران کې د بشري حقونو د نقضوونکو اشخاصو او اړوندو بنسټونو په ارتباط د متحده ایالاتو کنګرې ته رپوټ وړاندې کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح