1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران د امریکا د تازه بندیزونو په اړه غبرګون ښودلی

۱۴۰۱ شهریور ۱۹, شنبه

ناصر کنعاني د ایران پر وړاندې د امریکا تازه بندیزونه غندلي دي. ایران د البانیې پر زیربناو په پراخو سایبري بریدونو تورن دی. امریکا د البانیې په ملاتړ چې د ناټو غړې ده، د ایران د استخباراتو پر وزارت او وزیر بندیز لګولی دی.

https://p.dw.com/p/4Gf58
Nasser Kanaani
انځور: irna.ir

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني، د شنبې (د سپټمبر میاشتې ۱۰ نیټه) په ورځ د دغه هیواد د استخباراتو پر وزارت او وزیر یې اسماعیل خطیب د امریکا بندیزونه وغندل. د جمعې په ورځ د امریکا دغه تازه بندیزونه د روان میلادي کال په جولای میاشت کې د البانیې هیواد پر زیربناو د ایران حکومت د سایبري بریدونو په غبرګون کې اعلان شول.
دغه ګام وروسته له هغې صورت نیولی دی چې څو ورځې مخکې البانیې پر خپل هیواد د ایران د سایبري حملې په «نه انکار کیدونکو شواهدو» ټینګار سره، له ایران سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او ایراني دیپلوماتانو او د سفارت کارکوونکو ته یې په ۲۴ ساعتونو کې له دغه هیواد څخه د وتلو امر وکړ.

اروپايي اتحادیه: د ایران پر اټومي تړون به ژر موافقه رامنځته شي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، له البانیا سره د امریکا ملاتړ او نوي بندیزونه "دروغ او بې بنسټه تورونه" دي. نوموړي ټینګار وکړ: « د دې سناریو پلانونکی د البانیې حکومت نه، بلکې د امریکا حکومت دی او تیرانا د ایران پر وړاندې د واشنګټن د طرح شوی سناریو قربانې شوې ده.»
د مخالفینو د کوربه توب له کبله پر البانیې د ایران نیوکه
کنعاني پر امریکا تور ولګاوه چې «د کلونو راهیسې یې د البانیي پر حکومت او ملت د یوې ښکاره ترهګرې ډلې کوربه توب تحمیل کړی دی او د هر اړخیز ملاتړ تر څنګ یي هغوې ته په سایبري حوزه کې روزنه ورکړې او تجهیز کړي یي دي». د کنعاني اشاره احتمالاً د خلق مجاهدینو سازمان ته دی، چې څو سوه تنه یې په عراق کې د اشرف پوځي اډې تر راټولیدو وروسته البانیې ته لاړل. 
ایران په پرله پسې ډول په البانیا کې د «فعاله ترهګریزو هستو» د رامنځته کولو په هڅو تورن شوی دی چې د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې له خوا اداره کیږي او ماموریت یي په آلبانیې کې او د دې سازمان پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو په لاره اچول دي.

په سوریه کې امريکايي ځواکونه څه غواړي په لاس راوړي؟

د خلق مجاهدینو سازمان د روان کال د جولای په پای کې اعلان وکړ چې د امنيتي دلایلو، د هغو له جملې څخه «د ترهګریزو توطيو او ګواښونو» له کبله په البانیې کې خپلې غونډې تر راتلونکي اطلاع پورې ځنډوي. ټاکل شوې وه چې «د ایران د مقاومت ملي شورا» به د اګست په لومړۍ او دوهمه نېټه د «۲۰۲۲ کال د آزاد ایران نړیوال کنفرانس» کوربه وي.  
د سفارت د اسنادو سوځول
رپوټ ورکړی شوی دی چې په تیرانا کې د ایران سفارت کارکوونکي مخکې له دې چې له سفارت څخه ووځي هلته موجود ټول اسناد یي سوځولي دي. د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د دې اقدام په تعقیب د البانیي د ترهګرۍ ضد پولیسو د ایران سفارت پلټلی دی. دغه اقدام د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران د سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني له غبرګون سره مخامخ شوی دی. 
نوموړي د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي ته په یوه لیک کې د هر ډول تحریک کوونکي او غیر موجه اقدام په اړه چې د بی بنسټه ادعاو پر بنسټ صورت نیسي خبرداری ورکړی او د ایران دیپلوماتیکو ځایونو ته یي د البانیي د پولیسو ننوتل د نړیوالو مقرراتو ښکاره سرغړونه ګڼلې ده. 
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص