1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر ایران بندیزونه کموي

۱۴۰۰ بهمن ۱۶, شنبه

امریکا د ایران پر غیر نظامي اټومي پروګرامونو بندیزونه لغوه کړل. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې موخه یې په وین کې له نړیوالو شریکانو سره «فني مذاکرتو» کې د اسانتیا رامنځته کول دي، او دا توافق ته د رسیدو نښه نه ده.

https://p.dw.com/p/46Z4L
Fahnen von USA und Iran auf gebrochenem Grund | Symbolbild
انځور: Bildagentur-online/Ohde/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو حکومت د ایران د اټومي پرګرام پر وړاندې یو شمیر بندیزونه لیري کړل. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړې چارواکي د جمعې په ماښام وویل چې دا معافیت د ایران د غیر نظامي اټومي پروګرام په برخه کې دی.

د امریکا د دولت په وینا د بندیزونو د لغوه کولوهدف یو وار بیا موافقې ته د پابند پاتې کیدو له پاره د ایران هڅونه ده.

دغه اقدام د ایران د غیر نظامي اټومي فعالیتونو په اړه د هیوادونو او نړیوالو شرکتونو پر وړاندې بندیزونه لغوه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي «دا ایران ته یو امتیاز نه دی».

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ دغه معافیتونه روسي، چینایي او اروپایي شرکتونو ته اجازه ورکوي چې «په اغیزمنه توګه وسلو ته د انکشاف ورکولو په خاطر ایران ته له اټومي سایټونو څخه استفاده کول ستونزمن کړي.» دغه معافیتونه په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰م کلونو کې د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د حکومت پر مهال لیري کړای شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انټونیو بلینکن په لاسلیک یو رپوټ د امریکا کنګرې ته استولی دی چې په هغې کې توضیحات ورکړل شوي دي چې د معافیتونو عملي کول به په وین کې اټومي موافقې ته د بیرته ستنیدو په برخه کې مرسته وکړي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، د اراک د درنو اوبو د رياکتورونو بیا طرح کول، د پایداره ایزوتوپ د تولیدولو له پاره د فردو د تاسیساتو اصلاح او بیا تیارول، عملیات، د بوشهر اټومي بټۍ اړوند روزنه او خدمات او څو نور موارد په کې شامل دي.

امریکا متحده ایالاتو او ایران د تیر کال د اپریل میاشتې راهیسې په وین کې د غیر مستقیمو خبرو اترو په ترڅ کې د هغې موافقې د بیرته را ژوندي کولو په موخه چې د ایران پر اټومي پروګرام بندیزونه لغوه کوي، د مذاکراتو اته دورې ترسره کړي دي.

د نهم پړاو د پیلیدو په اړه هیڅ رسمي اعلان نه دی شوی، خو تمه کیږي چې په راتلونکي اونۍ کې به پیل شي. د لویدیځو دیپلوماتانو انديښنه اوس دا ده چې د ایران د اټومي پروګرام پرمختګونو باقي پاتې توافق ته د بیرته ستنیدو له پاره ډیر لږ چانس پریښی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص