د افغانستان نشه يي مواد د شمالي قفقاز جنگيالي حمايه کوي
۱۳۸۹ آذر ۲, سهشنبه« د نوي قرن په لومړۍ لسيزه کي د افغانستان نشه يي موادو تر يو مليون ډيرو انسانو ژوند وخوړی».
ويکتور يوانوف په مسکو کي د مشترک المنافع هيوادونو د ګډ امنيت په غونډه کي وويل:
« په شمالي قفقاز کي د نړيوال تروريزم نا کراره حالت تر ډيره ځايه د افغانستان د مخدره موادو د عايداتو څخه يې مالي ملاتړ کيږي.»
د افغانستان له اړخه د نشه يي موادو قاچاق په مجموع کي د بېنظمۍ، جنايي جرمونو، افراطيت او تروريزم منقل ګرځېدلی. په ځانګړې توګه په قفقاز، کوسووا او داسي نوري سيمي.
د هغه په خبره کوسووا چي د اروپا په منځ کي ده «اوس د اروپا د پاره د نشه يي موادو د صادارتو په مرکز ګرځېدلې.»
يوانوف په دې غونډه کی د هغه عملياتو پايلي هم څرګندي کړې چي د مشترک المنافع هيوادونو په ځينو سيمو کي د نشه موادو په واړندي مبارزي په لړ کي د رواني مياشتي د ۱۶بيا تر ۲۲ پوري دوام درلودی.
د هغه په خبره ددې عملياتو په ترځ کي شاوخوا ۶،۶ ټنه نشه يي مواد، تر ۱۰۰۰ ميله ډيري ډول ډول وسلې، تر ۱۷ زرو ډير جنګي مهمات، د نشه يي موادو د قاچاق او تړاو په تور شاوخوا ۴۰۰۰ تنه نيول سوي چي د هغو د ډلي څخه يې ۲۶۷ تنه په جنايي جرمنو تورن دي. نيول سوي دي.
روسيه د افغانستان د نشه يي موادو د قاچاق څخه سخته په ويره کي ده.
د روسيې د رسمي شمېرو د مخه په روان وخت کي شاوخوا ۵ مليونه انسانان په نشه يي موادو روږد دي چي د هغوی نيم د هغو هيروينو څخه کړيږي چي د افغانستان څخه روسيې ته قاچاقېږي.
د روسيې د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول ادارې په خبره په هغه هيواد کي هر کال په لس هاو زره انسانان د مخدره موادو د استعمال له امله خپل ژوند د لاسه ورکوي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکې: رحيله اميري