1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنت: افغانستان کې د بشري حقونو بحران فوري اقدام ته اړتیا لري

۱۴۰۱ مهر ۲۹, جمعه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکونکي له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو اړوند نړیوالو ژمنو ته پابنده پاتې شي. هغه ټينګار کړی چې دغه هیواد کې بشري بحران ته د رسیدګۍ له پاره عاجلو اقداماتو ته اړتیا ده.

https://p.dw.com/p/4IWmV
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو د چارو ځانګړی راپورورکونکی، ريچارد بينت
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو د چارو ځانګړی راپورورکونکی، ريچارد بينتانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بېنت، افغانستان ته تر خپل ۱۲ ورځني سفر وروسته دې نتیجې ته رسيدلی چې په دغه هیواد کې جدي بحران ادامه لري. بېنت ټينګار کړی چې د وضعیت د لا ډير خرابېدو د مخنیوی له پاره، د ټولو  خواو له لوري فوري اقدامات لازم دي.

د ملګرو  ملتونو سازمان دغه کارپوه، افغانستان د خپل سفر په جریان کې له مختلفو څيرو، له هغې ډلې د بشر حقونو مدافعانو، د ښځو ډلو، د بشر حقونو د نقض قربانيانو، پر کاج روزنیر مرکز د وروستي برید د قربانیانو له کورنيو، خبریالانو، سوداګرو میرمنو، ښوونکو، ديني عالمانو او د لږکیو له استازو سره ليدلي دي.

«د بشري حقونو شورا ځانګړی رپوټ ورکوونکی پنجشیر ته تللی»

ځانګړي راپور ورکوونکي همدارنګه په کابل او پنجشير کې له روغتونونو او په کابل او بامیان کې له توقيفځایونو څخه کتنې کړي دي. هغه له زندانیانو سره ليدلي او له ښځو، روغتيايي کارکوونکو او د زندانونو له چارواکو سره ېې خبرې کړي دي.

هغه ويلي دي چې اکثره دغو افرادو د ښځو او نجونو د ناهيلي کوونکي وضعيت، پر عبادتځایونو، ښوونځيو، د حمل و نقل پر سیستمونو او پر لږکیو، په ځانګړې توګه هزاره ګانو باندې د حملو د ډيريدو په هکله شدیدې انديښنې ښودلي دي.

پر طالب مشرانو د امریکا نوي بندیزونه؛ د طالبانو غبرګون څه دی؟

بېنت ټينګار وکړ چې «پر عبادتځایونو، ښونځيو، د حمل و نقل پر سیستمونو او پر لږکیو د حملو په ډیریدو سره او په هغو ولایتونو کې چې لاهم وسله والې ډلې پکې فعاله دي د ملکیانو او د پخوانيو وسله والو ځواکونو د حقونو د نقض پېښو سره بشري وضعیت ډير خراب شوی او امنيتي وضعیت ماتيدونکی دی.»

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي افغانستان ته د خپل سفر پرمهال، یو شمیر طالب چارواکو، له هغې ډلې د طالبانو د حکومت له خارجه وزیر، امیرخان متقي، سره کتلي دي. 

کندهار کې ډله ییز قبرونه، ملګري ملتونه یې د څېړنو غوښتنه کوي

ریچارد بېنت دغه راز وويل: «زه چارواکو ته سپارښتنه کوم چې خپلې د بشري حقونو ژمنې د بشر حقونو د نړیوالو معاهداتو پر اساس چې د افغانستان له خوا تصویب شوي دي، تر سره کړي. چارواکو د نړیوالو بشري حقونو معاهداتو ته پابنده پاتې کېدل، په هغه صورت کې چې ‹شریعت› سره په مغایریت کې نه وي، تائيد کړل.»

بېنت، طالب چارواکو سره په کتنو کې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو او په متوسطه ښوونځيو او لیسو کې د نجونو د تعلیم پر موضوعګانو ټینګار کړی دی.

په پام کې ده ريچارد بېنت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل چمتو کړی رپوټ، د اکتوبر مياشتې په ۲۶مه د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مجمعې ته وړاندې کړي.

یوناما: په پنجشیر کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه اندېښمن یوو

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل