1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بشري حقونو شورا ځانګړی رپوټ ورکوونکی پنجشیر ته تللی»

۱۴۰۱ مهر ۲۸, پنجشنبه

رپوټونه وايي چې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ځانګړی رپوټ ورکوونکی ریچارډ بېنټ، په پنجشیر کې له طالب چارواکو سره کتلي دي.

https://p.dw.com/p/4IQGI
افغانستان/طالبان په پنجشېر کې
افغانستان/طالبان په پنجشېر کېانځور: Social media/handout/REUTERS

ځايي رسنیو خبر ورکړی دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی رپوټ ورکوونکی ریچارډ بېنټ، پنجشېر ولایت ته د بشري وضعیت ارزولو په موخه تللی دی.

په دې وروستیو کې تورونه دي چې طالبانو په پنجشېر ولایت کې بشري سرغړونې کړي.

همدا روانه اکتوبر میاشت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما څېړنیزې ډلې هم پنجشېر ته تللي وې.

افغانستان/په پنجشېر کې د طالبانو پرضد د مقاومت جبهې جنګیالي
افغانستان/په پنجشېر کې د طالبانو پرضد د مقاومت جبهې جنګیاليانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

په طالبانو تور دی چې په پنجشېر کې یې د مقاومت جبهې په تور عام خلک نېولې، شکنجه او ان وژلي دي، خو طالبان تل دغسې تورونه ردوي.

دغه راز، طالبان د مقاومت جبهې د بندیانو په وژلو او شکنجه کولو هم تورن دي.

اړوند مطالب:په پنجشير او اندراب کې څه تیريږي؟

رپوټ زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي رپوټ ورکوونکي د پنجشېر له پاره د طالبانو د حکومت والي او نورو ځايي چارواکو سره د همدغو تورونو په تړاو خبرې کړي.

د پنجشیر د جګړې په هکله د طالبانو او مقاومت جبهې ضد او نقیض ادعاوې