1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

په پنجشېر کې څه روان دي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۹, دوشنبه

د سرچینو په وینا د پنجشیر ولايت په ځینو سېمو کې اوس هم جګړه روانه ده. طالبان جګړه ردوي او تر دې وړاندې یې هلته د مقاومت جبهې د پرمختګونو ادعاوې هم رد کړې وې. د مقاومت جبهه ادعا کوي چې طالبانو تر ۱۰۰ زیات ملکیان نیولي دي.

https://p.dw.com/p/4B2sy
Afghanistan I Die Provinz Panjshir unter der Taliban
انځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

د «ملي مقاومت جبهې» ویاند علي میثم نظري، د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې په پنجشیر کې جګړه ادامه لري او طالبانو «د آبشار او عبدالله خیل په ولسوالیو کې تر سلو زیات ملکیان برمته نیولي او نهه ملکیان یې وژلي دي.»

له تېرو څو ورځو راهيسي په پنجشېر، بغلان او تخار ولایتونو کې د طالبانو او د مقاومت جبهې ترمنځ د جګړې رپوټونو ورکول کیږي، چې دواړو خواوو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې.

د پنجشېر د آبشار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي، دویچه ویله ته وویل، آبشار او دره ولسوالۍ د یوې شپې له پاره د مقاومت جبهې نېولې وې، چې اوس یې بیرته شاتګ کړی او د ولسوالیو ټول تجهیزات یې له ځان سره وړي.

هغه زیاتوي چې د پنجشېر د دره ولسوالۍ په عبدالله خیل دره کې اوس هم سخته جګړه روانه ده او له کابله د طالبانو تازه دم ځواکونه د جګړې سیمي ته رسېدلي دي. 

دغه ځايي اوسېدونکي وویل، طالبانو د آبشار ولسوالۍ د جیره علي سیمې ۵۰ اوسېدونکي برمته کړي چې په مقابل کې یې د مقاومت جبهې د ځواکونو تسلیمي غواړي: «موږ د صحنې شاهد یو چې په عبدالله خیل دره کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ سخت جنګ دوام لري».

د دغه ځايي اوسېدونکي په وینا چې وايي جګړه یې له نیږدې کتلې چې پکې ۸ کسه د مقاومت جبهې او ۵۰ طالب ځواکونه مړه او ټپیان شوي دي.

په پنجشېر او اندراب کې د جګړې ډېرېدو سره هممهاله ویل کیږي چې د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر او د رئیس الوزرا مرستیال ملاعبدالغني برادر پنجشېر ته تللي.

خو د طالبانو د حکومت یوه ویاند انعام الله سمنګاني دویچه ویله ته د دغو طالب چارواکو د سفر خبر رد کړ. 

د طالبانو او مقاومت جبهې ضد و نقیض ادعاوې

په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې لاس پر لاس کیږي چې ښيي د طالبانو یو لوی پوځي کاروان پنجشېر ته پر لاره دی، خو د دې انځورونو خپلواک پخلی نه دی شوی.

سره له دې چې طالبان په پنجشېر او اندراب کې د جګړو هر ډول رپوټونه ردوي، خو په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې طالبان تازه دمه ځواکونه دغو سیمو ته لیږي. 

مقاومت جبهه ادعا کوي چې د پنجشېر په دره او آبشار ولسوالیو، د بغلان په آندراب او د تخار په ورسج ولسوالیو کې طالبانو ته درانه تلفات اړولي او په دغو سیمو کې یې څو کلي هم تر خپلې ولکې لاندې راوستي. 

د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي دویچه ویله ته وویل«:له تېرو څو ورځو د جګړو په پایله کې په پنجشېر کې ۲۲ طالب جنګیالي او د مقاومت جبهې شپږ کسه وژل شوي او د طالبانو ۷ هاموي موټر هم ویجاړ کړای شوي دي».

احمدي زیاته کړه چې د مقاومت جبهې ځواکونو په اندراب کې هم پر طالبانو برید کړی چې په ترڅ کې یې ۲۷ طالبان وژل شوي او د مقاومت
جبهې ۴ کسه ټپیان دي. هغه وویل په تخار کې هم ۷ طالب جنګیالي وژل شوي.

ها خوا طالبان نه یوازي هغوی ته د وراوښتو تلفاتو ادعاوې ردوي، بلکې په یادو سېمو کې د جګړو رپوټونه هم تش آوازې بولي.
په سیمه کې د رسنیو او خپلواکو بنسټونو نشتوالي له امله سخته ده چې د دغو ادعاوو خپلواک پخلی ترلاسه شي.

د طالبانو د دفاع وزارت په دې اړه د دویچه ویله اړیکې ځواب نه کړې، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وویل، په دغو ولایتونو کې وضعیت آرام دی: «په پنجشېر او اندراب او په ټول شمال کې هیڅ ډول مشکل نشته، وضعیت په بشپړ ډول عادي او آرام دی، ځینې له خپلو بادارانو څخه د امتیاز اخېستلو په موخه تبلیغات کوي چې موږ ولسوالۍ ونېولې».

د تېر ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵ د جمهوریت تر سقوط وروسته د احمد مسعود په مشرۍ په پنجشېر کې د طالبانو ضد مقاومت جبهه جوړه شوه، خو طالبانو په ډېر لږ وخت کې دغه ولایت ونيو، چې له هماغې ورځې له پنجشېره کله نا کله د جکړو رپوټونه ورکول کیږي.

 وړاندوینه دا وه چې د هوا په تودېدو سره که چېرې طالبان یو ټولشموله حکومت جوړ نه کړي، جګړې به ډېرې شي، د مقاومت جبهې سربیره د پخواني حکومت د ملي اردو یوشمېر پخوانیو قوماندانانو هم د طالبانو پرضد د جګړې اعلان کړی دی.

پخواني سناتور داوود اساس دویچه ویله ته وویل سره له دې چې افغانان نور د جنګ او مقاومت حوصله نه لري، خو طالبان باید د جګړو ډېرېدو مخنیوی وکړي: «په افغانستان کې ګورو خلک له لوږې سره مخامخ دي له دې وضعیته مغرض هېوادونه کولای شي ګټه پورته کړي، که موږ وګورو د مقاومت په نوم جبهه جګړه کوي که طالبان په همدغه ډول روان وي نو موږ به راتلونکي یوه کال کې نورې جګړې هم وګورو».

خو طالبانو تل پر هغوی دغه راز نېوکې رد کړي او ادعا یې داده چې حکومت یې ټولشموله دی.
 

Afghanistan, Panjshir | Widerstandskämpfer gegen die Taliban
آرشیف انځور: په پنجشیر کې د مقاومت جبهې غړيانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images