1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر طالب مشرانو د امریکا نوي بندیزونه؛ طالبان څه وايي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ مهر ۲۰, چهارشنبه

امریکا تازه پر یوشمېر طالب چارواکو د وېزو ورکولو بندیزونه اعلان کړي، خو طالبان وايي محدودیتونه د هیڅ لوري په ګټه نه دي. د امریکا له لوري په وضع شویو تازه بندېزونو کې د طالبانو کومې څیرې شاملې دي؟

https://p.dw.com/p/4I5Rd
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکنانځور: Kevin Wolf/REUTERS

د هغو سختو محدودیتونو له امله چې طالبانو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګولي، امریکا د دې ډلې په مشرانو د ویزې ورکولو نوي بندېزونه اعلان کړل. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن ویلي، افغانستان د نړۍ یواځېنی هېواد دی چې په هغه کې نجونې ښوونځیو ته نه ځي.

بلینکن د سې شنبې په ورځ د نجونو د نړېوالې ورځې په مناسبت وویل: «نن اعلانوم چې د طالبانو د ډلې اوسنیو او پخوانیو غړو او هغه کسانو لپاره چې د ښځو او نجونو د سرکوبولو مسؤل دي، د ویزو په صدور محدودیت وضع کوو.»

د بلنکن پروینا، افغانستان یواځینی هېواد دی چې له تېر یو کال راهېسې پکې تر شپږ کلنۍ پورته نجونې په سیستماتیک ډول ښوونځیو ته له تلو راګرځول شوي دي. هغه ویلي وضعیت کې ښه والي ته هیله مندي نشته ده.

انس حقاني: نړۍ د رسمیت پیژندلو له پاره شنه څراغونه راکړي

بندیزونو ته د طالبانو غبرګون

خو طالبانو د امریکا دغه اعلان ته په خپل غبرګون کې ویلي دی چې طالب چارواکي هغو هېوادونو ته د سفر اړتیا نه ویني، چې امریکا پرې د ویزو د ورکړې بندیز وضع کړی. د طالبانو حکومت یوه ویاند بلال کریمي دویچه ویله ته وویل: «د انزوا سازي پالیسي او د ناکامه تجربو تکرار د هیڅ جهت په ګټه نه ده.» د دغه طالب ویاند په ټکو ټولو اندېښنو ته باید د مفاهمې په مټ د حل لارې ولټول شي.

اړوند مطالب:آیا د طالب مشرانو سفري معافيت به پای ومومي؟

په دې ترڅ کې یوه بنسټېزه پوښتنه داده چې د امریکا نوي بندېزونه به د نورې نړۍ له هېوادونو سره د طالب چارواکو په ډيپلوماټیکو اړیکو څه اغیز ولري؟ بلال کریمي وویل، نورو هېوادونو سره اړیکې شته او دا اړیکې د لا نورو پراخېدو په حال کې دي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د نورو هېوادونو څخه هم د ورته ګام اخېستو غوښتنه کړې.

افغانستان/طالب مشران
افغانستان/طالب مشرانانځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

هاخوا د چارو یوشمېر کتونکي د نجونو ښوونځيو تړلو په دوام، بشري او ښځو حقونو د لاملونو له مخې، پر طالب مشرانو د تازه محدودیتونو له وضع کولو هرکلی کوي.

په سویډن کې میشت افغان کارپوه ډاکټر حکمت الله حکمت دویچه ویله ته وویل: «افغانان د امریکا د وروستیو پریکړو هرکلی کوي چې پر هغو طالب چارواکو بندیزونونه لګوي چې د نجونو ښوونځیو د تړلو او د بشري حقونو په جدي نقض متهم دي.» د ښاغلي حکمت په وینا د افغانانو غوځ اکثریت په دې باور دی چې دغه ډول طالب چارواکي باید د لانور جدي اقداماتو سره مخ شي.

په دغو بندېزونو کې کوم طالب چارواکي شامل دي؟

سره له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د کوم طالب چارواکي نوم نه دی یاد شوی، خو ټینګار شوی په محدودیتونو کې ان د هغو کسانو د کورنۍ نیږدې غړي هم شامل دي چې د ښځو او نجونو د ځپلو په تګلارو کې ښکېل دي.

د امریکا تردغه اعلان وړاندې ملګرو ملتونو د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو په وزیر عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت په معین سید احمد شهیدخیل د بندیزونو معافیت ختم کړی وو. د هغه اعلان له مخې، ۱۵ طالب مشران به د روان کال له اګست میاشتې د سفر لنډمهاله معافیت ونه لري.

امنيت شورا پر طالبانو د سفري بندیز په اړه سره وېشلې ده