1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنجشیر کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه د یوناما اندیښنه

۱۴۰۱ شهریور ۲۳, چهارشنبه

يوناما په پنجشیر کې «د بشري حقونو د جدي سرغړونو د ادعاوو» په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. مقاومت جبهې ویلې دي چې طالبانو ۸ اسیران لاس تړلي په ډزو وژلي دي. طالبانو ویلي په دې اړه پلټنه کوي.

https://p.dw.com/p/4Gpnk
طالبان د پنجشیر ولایت د نیولو پر مهال (آرشیف انځور)
طالبان د پنجشیر ولایت د نیولو پر مهال (آرشیف انځور)انځور: Social media/handout/REUTERS

په وروستيو کې په ټولنيزو شبکو کې داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې ظاهراً په پنجشېر کې د طالبانو له خوا د مقاومت جبهې د غړو نیول کیدل پکې ښکاري.

په يوه ویډیو کې طالب جنګياليو دغه کسان هغه وخت عکاسي کړي چي نيولي يې دي او په یوه بله ویډیو کي ښودل کیږي چې دا کسان څرنګه په رینجر کې لیږدول کیږي.

طالبان او مقاومت جبهه یو او بل ته د تلفاتو اوښتو خبره کوي

په یوه بله لنډه ویډیو کې بیا لیدل کېږي چې طالبان د مقاومت جبهې پر بندیانو په داسې حال کې ډزې کوي چې لاسونه یې تر شا تړلې او پر زنګنو ولاړ دي.

ځايي سرچینو ویلي دي چې په وژل شویو کسانو کي یو پلار او دوه زامن چې د مقاومت جبهې غړي ول د طالبانو له خوا تر نیول کیدو وروسته وژل شوي دي.

یوناما د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په ترڅ کي لیکي: «موږ په پنجشیر او نورو ځایونو کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو وروستیو تورونو ته په کتو ژوره اندېښنه لرو.»

طالبانو په پنجشنیر کې د ملکيانو د نیولو خبره تائيد کړه

دغه سازمان زیاته کړې ده: »ټول اړخونه د بندیانو حقونو ته د درناوي په ګډون روښانه نړیوال مکلفیتونه لري. یوناما وضعیت څاري او عدالت ته د هر کس د وړاندې کولو غوښتنه کوي چې جرم ترسره کوي.»

په پنجشېر کې له درو ورځو راهيسې جګړو زور اخيستې. طالبانو په دې وروستیو کې په پنجشیر کې د جګړې د مشرتوب له پاره ملا ذاکر چې د دوی یو تجربه لرونکی قومندان دی ټاکلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په خپل ټویټر کې لیکلي وه چې په پنجشیر کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د مقاومت جبهې ۴۰ غړي وژل شوي او تر سلو زیات ژوندي نیول شوي دي.

د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي طالبان په جنګي جنایت تورن کړي او په یوه ټویټري پیغام کې یې لیکلي چې «طالبانو د اسلامي او بشري معیارونو او د جنیوا له کنوانسیون څخه په سرغړونې اته جنګي بندیان په ډزو ویشتلي دي.»

طالبانو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د یوې ویډیو په اړه څېړنه کوي چې د مقاومت جبهې د توقیف شوو جنګیالیو اعدام ښیي.

د طالبانو ویاند بلال کریمي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «موږ د موضوع په اړه څېړنه کوو تر څو معلومه کړو چې دا ویډیوګانې کله خپرې شوي موږ غواړو پوه شو چې دا ویډیاګاني تازه او که پخوانۍ دي.»

کریمي زیاته کړې تر دې دمه موږ په بشپړ ډول هیڅ نه پوهیږو چې دا ویډیوګانې چیرته او کله ثبت شوي او څوک په کې لیدل کیږي.

د فرانسې خبرې آژانیس د ډیجیټل ټیم ​​لخوا څیړنې بیا ښیي چې د دې ویډیو لومړۍ نسخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په انټرنیټ کې خپره شوې.

واک ته د طالبانو په بيا رسېدو سره، پنجشیر د افغانستان وروستۍ برخه وه چې د طالبانو پر وړاندې یې مقاومت وکړ، خو دغه مقاومت ډېر دوام ونه کړ او طالبانو دغه ولایت ډیر ژر ونیو.

مقاومت جبهه چې مشري يې د احمد شاه مسعود زوی کوي، اوس کله نا کله د پنجشېر په غرنيو سيمو کې له طالبانو سره وسله والي نښتي کوي.